نن ملګري ملتونه د ځینو طالب مشرانو د سفر د بندیز پر معافیت خبرې کوي

ارشیف: چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي د سفر انځور

د ملګروملتو امنیت شورا نن د یو شمېر طالب مشرانو د سفر د بندیز پر معافیت خبرې کوي.

په پام کې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن جمعه د ۱۳ طالب چارواکو پر سفر د بندیز د معافیت د مودې د اوږدولو په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو ۱۵ تنه چارواکو ته د خبرو په خاطر بهر ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه، خو د جون په ۲۰مه دغه سازمان وویل چې د طالبانو د دوو چارواکو د پوهنې وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل او د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني د سفر اجازه لغوه شوې او د پاتې ۱۳ کسانو موده د دوو میاشتو په مخه غځول شوې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني

ددغو پاتې ۱۳ طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د شنبې په ورځ ۲۰ اګست پای ته رسېږي.

په همدې منځ کې الجزیرې تلوېزیون د یو شمېر دیپلوماتانو په قول ویلي چې روسیې او چین وړاندیز کړی چې د دغو ۱۳ طالب مشرانو پر سفر د بندیز معافیت دې د ۹۰ ورځو لپاره وغځول شي، خو د ملګرو ملتو د امنیت شورا نورو غړو لکه بریتانیا، فرانسې، البانیا او ایرلنډ یې مخالفت کړی دی.

د الجزیرې د خبریالې امنډا پرایس پر اساس امریکا غوښتنه کړې چې ۶ طالب چارواکو ته دې اجازه ورکړل شي چې یوازې دوحې ته سفر وکړي خو د هغې په وینا له دې وړاندیز سره چین او روسیې مخالفت کړی دی.

د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو د حق د نه ورکولو په خاطر نړیواله ټولنه غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي له همدې کبله د بشري حقونو ځینو ټولنو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې د طالب مشرانو د سفر معافیت تمدید نه کړي.

همداراز په وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمېر پخوانیو امریکایي سفیرانو له ملګرو ملتو وغوښتل چې د طالبانو پر سفرونو بندیزونه ولګوي.

دغو امریکایي سفیرانو وروسته له دې دا غوښتنه وکړه چې امریکا په افغانستان کې د القاعده مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي به په راتلونکو دوو ورځو کې د طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د تمدید یا پای ته رسولو پرېکړه وکړي.