طالبانو سبا دوشنبه عمومي رخصتي اعلان کړه

د طالبانو بیرغ

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا دوشنبه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي ده.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړه او تېر حکومت یې ړنګ کړ.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د اقتصادي بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

پر طالبانو انتقادونه کېږي چې په دې موده کې یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلي، ګڼې ښځې له کارونو شړل شوي او د وزګارتیا اندازه زیاته شوې ده.