د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال د تصویر په ژبه

دا زمري میاشتې په ۲۴مه/ د ګست د ۱۵مې په ماښام، له هغې څو ساعته وروسته چې ولسمشر غني له هېواد ووت د «الجزیرې» خبري شبکې څخه دا تصویرونه خپاره شول چې پر کابل‌یې په بشپړه توګه د طالبانو په بیاځلي واکمنۍ د تأیید مهر ولګاوه.
دا تصویرونه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ له منځه اخیستل شوي، د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني پر څوکۍ ناست کس د طالبانو یو مخکښ قوماندان و چې پر سردار محمد داوود خان روغتون برید کې ووژل شو. ښي لور ته‌یې ولاړ کس د ولسمشر د ساتنې قطعې جنرال دی چې د طالبانو له لوري د ارګ د نیولو پر مهال دلته و.

د کابل له سقوط وروسته زرګونه افغانانو پر هغو امریکايي نظامي الوتکو ګڼه ګوڼه ورجوړه کړه چې له کابل څخه‌یې بهرني وګړي، ډیپلوماتان او هغه افغانان ایستل چې له ناټو سره‌یې کار کړی و.
تېر کال کابل ته د طالبانو له ننوتو یوه ورځ وروسته نړیوالو ځواکونو د هوایي ډګر له لارې د خپلو اتباعو او همکارانو د تخلیې ۱۵ ورځنی بهیر پيل کړ.
دغه بهیر له هماغه پيله خونړی و او په لومړۍ ورځ‌یې چې د زمري یا اسد میاشتې ۲۵مه نېټه وه، لږ تر لږه ۳ کسان د الوتکې له باډۍ راوغورځېدل او مړه شول.

دا د اګست د ۱۹مې نېټې تصویر دی. یو افغانه کورنۍ چې د افغانستان څخه د وتلو هڅه کوي خپل کوچنی د کابل له هوايي ډګر څخه د  چاپېره شوي دېوال پر سر ولاړو امریکايي سرتېرو ته سپاري.
له کابل څخه د افغانانو د لېږد په دې بهیر کې له خپلو کورنیو څخه د څو کوچنیانو د جلا کېدو او یا ورکېدو راپورونه خپاره شول چې ځیني یې بیا وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.  

د اګست په ۲۶مه، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې طالب جنګیالي د غبرګو انتحاري بریدونو ځای ته ګوري.
په دغو بریدونو کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په شمول ۱۸۰ تنه ووژل شول. داعش یا د اسلامي دولت ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۳۰مه د کابل پر یوه کور د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکې له برید یوه ورځ وروسته د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي د هغه موټر څنګ ته راغونډ شوي چې په برید کې زیانمن شو.
په دې برید کې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو په شمول ۱۰ تنه وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځي استخباراتو (ای‌اېس‌ای) د هغه مهال رئیس جنرال فیض حمید د طالبانو له واک ته رسېدو څو ورځې وروسته کابل ته لاړ. په دې عکس کې جنرال حمید په سرینا هوټل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د چای له پیالې سره لیدل کېږي.
د ده د پیالې راز راز تعبیرونه وشول او له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې له کلونو راهیسې یې د ټیلیفون له لارې له رسنیو سره خبرې کولې، په لومړي ځل د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۷مه د کابل له نیولو دوه ورځې وروسته په یوه خبري غونډه کې څرګند شو. تر دې وړاندې د مجاهد تصویر نه‌و خپور شوی.

د ۲۰۲۱ د سپټمبر لومړۍ، وروسته له دې چې طالبانو اعلان وکړ چې خلک له خپلو بانکي حسابونو په اوونۍ کې ۲۰۰ ډالر ایستلی شي، خلکو د بانکونو مخته کتارونه جوړ کړل.

د ۲۰۲۱ د ډسمبر ۴مه، د کابل په واټونو کې خلک د خپل کور وسایل پلوري. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له یوې خوا اقتصادي ستونزې ډېرې شوې او له بلې خوا ډېر شتمن له هېواده ووتل.

طالب وسله‌وال د پاکستان سفارت ته نږدې مظاهره‌چیانو په ځانګړې توګه یوې ښځینه معترضې ته د ټوپک خوله نیولې، خو مظاهره‌چیان د پاکستان خلاف شعارونه ورکوي.

د ۲۰۲۱ د سپټمبر ۷مه، په کابل کې مظاهره‌چیانو په داسې حال کې چې شعارونه‌یې په لاسونو کې دي، د پاکستان پر ضد نارې وهي.

د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۸مه، په کندز ولایت کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د انتحاري برید قربانیان. څو سړي د یوه وژل شوي کس د بدن غړي وړي. (ګرافیک)

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په لومړي ځل د رسنیو پر مخ راښکاره او دا تصویر یې خپور شو. 
سراج‌الدین حقاني چې حقاني شبکې مشر او د طالبانو د رهبر مرستیال هم دی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته‌یې هم تر ډېرو پورې اجازه نه‌ورکوله چې تصویر یې خپور شي.
حقاني د «اېف‌بي‌ای» تر تعقیب لاندې کسانو په لېست کې دی او پر سر یې ۱۰ ملیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.

د ۲۰۲۱ د جون په ۲۲مه (د سرطان لومړۍ) په پکتیکا او خوست ولایتونو کې سختې زلزلې وشوې. دې زلزلو په دواړو ولایتونو کې تر زر ډېر کسان مړه او شااوخوا ۲ زره نور ټپیان کړل.
دې زلزلې سلګونه کورونه ونړول.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې یو قوماندان عبدالرحمان اندرابي د خپل وژل شوي زوی جسد ته ګوري. د هغه زوی له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.

د ۲۰۲۲ د جولای ۳۱مه، دا په کابل کې هغه ودانۍ ده چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري په‌کې وواژه. تر دې ۱۱ کاله پخوا د القاعده شبکې مؤسس اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې کې د پاکستان په ابټ‌اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.