پاکستاني طالبانو په افغانستان د خپل یوه جګپوړي مشر وژنه رسماً تایید کړې او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د دغې پېښې په اړه جدي څېړنه وکړي.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې یا ټي ټي پي پرون د خپل یوه مهم قومندان وژنه رسماً تایید کړه او ویې ویل چې عبدالولي مهمند چې په عمر خالد خراساني مشهور و او مخکې یې په مهمندو ایجسنۍ کې د دغه تحریک مشري پر غاړه وه، په افغانستان کې وژل شوی دی.
ټي ټي پي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې پر خراساني د یکشنبې په ورځ د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته نږدې برید وشو.
په دغه برید کې پر نوموړي سربېره د مفتي حسن او حافظ دولت خان په نوم د هغه دوه نور ملګري هم ووژل شول.
ویل شوي چې دوی په ۲۰۱۴ کال د دې تحریک له یو شمېر نورو غړیو سره له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شوي وو.
پاکستاني طالبانو دغه راز په اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دغې پېښې په اړه څېړنه وکړي او په خبره یې هغه جاسوسان په نښه کړي چې ممکن د دې تحریک د لوپوړو مشرانو د وژلو مسوول وي.
ټي ټي پي د خپلې دغې ادعا لپاره چې ښایي دا د استخباراتي عناصرو کار وي، کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.
د طالبانو حکومت د ټي ټي پي د دغې نوې غوښتنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې د دغې پېښې په اړه څېړنه کوي.
په دې اړه نور: طالبان: پکتیکا کې د درېیو پاکستاني طالبانو د وژنې په اړه څېړنه کووپاکستاني چارواکو ویلي، خراساني د ټي ټي پي د هغو مشرانو په ډله کې شامل و چې په دې وروستیو کې کابل ته د پاکستاني عالمانو او سیاستوالو د ورغلې جرګې له غړیو سره د سولې خبرې ترسره کړې وې.
د چارو د کتونکو په باور په افغانستان کې د ټي ټي پي د یو شمېر مشرانو وژل کېدل به د سولې پر هغو ټکنیو خبرو یو بل ګوزار وي و چې په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د دې ډلې او د پاکستان د حکومت ترمنځ یې څو پړاوه ترسره شوي دي.
په دې اړه نور: کابل کې پاکستاني پلاوي بیا د ټي ټي پي له مشرانو سره خبرې پیل کړېد راپورونو له مخې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې ته نږدې سیمو کې د پاکستان پر پوځ بریدونه زیات شوي دي.
په یوې نوې پېښه کې پرون پاکستاني چارواکو تایید کړه چې په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د انتحاري حملې په نتیجه کې څلور پوځیان ووژل شول.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.
افغان طالبان چې د تېرکال په اګسټ کې بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پاکستاني طالبانو د تحریک نږدې متحدین ګڼل کېږي.