د تحريک طالبان پاکستان لوړ پوړي غړي افغانستان کې څنګه ووژل شول؟

د ټي ټي پي جنګيالي

تحریک طالبان پاکستان تأیید کړه چې درې لوړپوړي غړي یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د ټي ټي پي یوې معتبرې سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته د دغې خبرې پخلی کړی دی.

په وژل شویو پاکستاني طالبانو کې یو هم په خالد خراساني مشهور عبدالولي دی.

د دوو نورو نومونه حافظ دولت او مفتي حسن ښودل شوي دي.

دوی تېره ورځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې پر خښ شوي ماین برابر شو.

دا چې دا طالبان څوک وو او څنګه وژل شوي، اسدالله لودین په همدې تړاو ژورنالېست او د چارو کتونکی سمیع یوسفزی پوښتلی. د نوموړي مرکه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د سيمع الله يوسفزي مرکه