ګوټیرش: نړۍ د اټومي جګړې ګواښ سره مخامخ ده

ارشیف

له ننه ۷۷ کاله پخوا په نړۍ کې لومړی ځل اټومي بمب د جاپان په هیروشیما ټاپو وغورځول شو.

د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په شپږمه لومړنی اټومي بم د امریکا لخوا به هیروشیما وغورځول شو.

دغه بېساري برید ۱۴۰ زره کسان ووژل.

په مړو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له اټومي چاودنې وروسته یې د اټومي راډیو اکتیف وړانګو د خپرېدو په نتیجه کې ژوند له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دغې ویرجنې پېښې د یاد په مناسبت غونډې کې د خبرو په مهال وویل، چې دا دوهم ځل دی چې هیروشیما ته سفر کوي .

انټونیو ګوټیرش زیاته کړه، چې دا ورته ګرانه ده چې ددغه ښار په لیدو سره د پېښې دروندوالی احساس نه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې نن ورځ نړۍ یوځل بیا د اټومي جګړې د ګواښ سره مخامخ ده.

هغه زیاته کړه: "نن ورځ نړیوال د هغه درس د هیرولو له خطر سره مخ دي چې ۷۷ کاله پخوایې زده کړی وو. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جیوپولیتیکي بحرانونو له کبله یوځل بیا د اټومي وسلې د احتمالي کارولو عمومي ګواښ لیدل کېږي. د منځني ختیځ څخه نیولې د کوریا ټاپو وزمې پورې او په اوکراین باندې د روسیې یرغل پورې."

انټونیو ګوټیرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هیروشیما ښار ته په اشاره زیاته کړه، چې نړۍ باید له ځان وپوښتي، چې ۷۷ کاله پخوا یې د دغه ښار په فضا کې دیوه اوچت او پیاوړي لوګي له پورته کېدو څه زده کړل؟

هغه زیاتوي: "هغه هېوادونه چې اټومي وسله لري ښایي ژمنه وکړي چې دوی به له دغې وسلې څخه د کارولو لومړنۍ ګام نه پورته کوي او ښایي هغو هېوادونو ته اټومي وسله نه لري ډاډ ورکړل شي چې د دوی خلاف به له دې وسلې کار نه اخیستل کېږي یا به په دې وسله نه ګواښل کېږي. د اټومي ګواښ د حل لپاره یواځې یوه لار شته او هغه دا چې هېڅ ډول اټومي وسله باید نه وي."

هیروشیما ټاپو کې ننني مراسم له لمر ختو مخکې پیل شول.

یو شمېر هغه کسان چې له دغه اټومي بریده ژوندي پاتې شوي او د دوی خپلوانو د سولې په باغ کې په څلې د ګلانو ګېډۍ کېښودې او دعا یې وکړه.

د سهار اته بجې او پنځلس دقیقې د قربانیانو ارواح ته د درناوي لپاره یوه شېبه سکوت هم اختیار شو.

د روسیې سفیر دغو مراسمو ته نه و بلل شوی، خو هغه د پنجشبې په ورځ هیروشیما ته تللی و او هلته یې په څلي د ګلانو ګېډۍ ایښې وه.