د روسیې او ترکیې ولسمشرانو له یوې میاشتې په لږه موده کې بیا سره ولیدل

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو له یوې میاشتې په لږه موده کې پرون د دوهم ځل لپاره سره وکتل.

ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون د اګست پنځمه نېټه د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې د خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان کوربه و.

په تېره څه کم یوه میاشت کې دا د دواړو ولسمشرانو دوهمه کتنه ده.

د دې خبرو د اجنډا په سر کې د اوکراین د جګړې او د سوریې د کړکېچ پای ته رسول وو.

ښاغلی اردوغان د تورې بحیرې له لارې د اوکراین د غلې صادراتو ته د اجازې ورکولو په مسئله کې د ملګروملتونو په منځګړتوب د طرحې له بریا وروسته روسیې ته سفر کوي.

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو په کتنه کې د اوکراین روانه جګړه هم د بحث موضوع وه.

اردوغان له پوتین سره د کتنې پرمهال وویل، چې د ترکیې او روسیې ترمنځ د همکاریو نوی څپرکی پیلېږي.

هغه وویل: "هغه لیدنې چې زموږ هیاتونو په ترکیه کې درلودې، ډېرې اغېزمنې وې. هغوی د بېلابېلو مواردو او له هغې ډلې د سیاسي، تجارتي او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړې. زما په باور د دې خبرو په بشپړېدو سره د ترکیې او روسیې ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پیلېږي."

ولسمشر پوتین هم په دې کتنه کې هیله څرګنده کړه، چې د روسیې او ترکیې ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکې به پیاوړي شي.

له بلې خوا ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد پوځ غواړي په سوریه کې د هغو کرد ملېشو پر ضد نوي عملیات پیل کړي چې امریکا یې ملاتړ کوي.

روسیې چې په سوریه کې د بشاراسد د رژیم ملاتړ کوي، په دې وروستیو کې له دې عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی.

ترکیه د ناټو له ګوتو په شمار غړو څخه ده، چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره سره د جګړې له دواړو لوریو یعنې مسکو او کییف سره اړیکې پالي.

څه موده مخکې د ترکیې د ولسمشر د عامه اړیکو مسوول ویلي و، چې نړیواله ټولنه نه شي کولای روسیه له پامه وغورځوي او په عین حال کې د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي.