د الظواهري په وژلو کې امريکا سره پاکستان مرسته کړې ده؟

کابل

د افغانستان د پلازمېنې کابل په زړه کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ګڼې پوښتنې پارولي دي. د دغو پوښتنو په منځ کې یوه هم دا ده چې ایا د نوموړي په وژلو کې له امریکا سره پاکستان مرسته کړې او که نه ده؟

پاکستان د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي حملو وروسته اعلان وکړ چې د تروریزم پر ضد د امریکا متحد دی او په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې مېشتو امریکايي او ناټو ځواکونو ته اجازه ورکړې وه چې د دغه هېواد له ځمکې او هوا څخه په استفادې خپلو ځواکونو ته اکمالات او یا حملې وکړي.

د پاکستان د حکومت یو شمېر مخالفو سیاستوالو د شهباز شریف حکومت تورن کړی چې امریکايي الوتکو ته یې اجازه ورکړې چې د پاکستان له فضا تېرې او په افغانستان کې بریدونه وکړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو تورونو په ځواب کې محتاط غبرګون ښوولی دی.

دغه وزارت ویلي چې په مجموع کې تروریزم غندي او د نړیوالو قوانینو او په دې برخه کې د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو مطابق د تروریزم ضد مبارزې ننګه کوي.

د القاعده شبکې وژل شوی مشر ايمن الظواهري

یو شمېر شنونکي وايي، ممکن پاکستان په کابل کې پر الظواهري په حمله کې له امریکا سره مرسته کړې وي.

په دغو کارپوهانو کې یو هم په واشنګټن کې د ویلسن مرکز د جنوبي اسیا د چارو شنونکی مایکل کوګل من دی.

د ده په باور ممکن پاکستان یوازینی هېواد وي چې د امریکا د حملې لاره یې هواره کړې وي.

د کوګلمن په وینا، که د امریکا بې پېلوټه الوتکه له خلیجه الوتې وي، د ایران پر فضا نه شي تېرېدای، د منځنۍ اسیا د هېوادونو فضا ته هم په مستقیم ډول نه شي تللی او که عملیات هم بېړني وي، د منځنۍ اسیا له لارې استفاده ورته ډېره سخته ده.

کوګلمن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:

"پر الظواهري په حمله کې د پاکستان د رول په اړه ډېرې خبرې شته."

"که نور څه نه وي د پاکستان د ملاتړ دا دوه احتماله شته چې یا یې خپله فضا ورکړې او یا یې استخباراتي معلومات ورسره شریک کړي خو ځینې فکر کوي چې پاکستان دا دواړه کارونه کړي دي."

خو د سیاسي چارو شنونکی او ژورنالېست سمیع یوسفزی وايي، فکر نه کوي چې پاکستان به له امریکا سره د الظواهري په وژلو کې مرسته کړې وي.

نوموړی وايي: "زما خیال نه دی چې پاکستان دې ډېر مستقیم د الظواهري د وژلو په پلان کې له امریکایانو سره کومه مرسته کړې وي ځکه چې د دومره مهم کس پر ضد په عملیاتو کې امریکا پر پاکستان اعتماد نه شي کولی، البته طالبانو مخکې هم شک درلود چې د امریکا ډرون الوتکې د پاکستان له فضا څخه افغانستان ته تېرېږي خو که د الظواهري مسلې ته راشو، په کابل کې د هغه موجودیت او د وژلو په نتیجه کې یې رامنځته شوی حالت د پاکستان په ګټه نه دی."

طالبانو دا برید غندلی خو ویلي یې دي چې د الظواهري له راتګ او په کابل کې د اوسېدو په اړه هیڅ راز معلومات نه لري.

دوی کشفي او استخباراتي اورګانونو ته امر کړی چې د دې پېښې د بېلابېلو اړخونو په اړه پلټنې وکړي.

په همدې منځ کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ټام نیکلسن ویلي، د امریکا له لوري د کابل په زړه کې د الظواهري وژل کېدا د دې ډول ادعاوو په اړه پخواني شکونه پیاوړي کوي.

ایا طالبان له دې خبر نه و چې الظواهري په کابل کې اوسي، که یې په وس پوره نه وه چې د القاعده د مشر پر ضد اقدام وکړي؟