سېلابونه؛ د پکتیا له زرمته ګردېز ته لسګونه کورنۍ کډه شوي

د ګردیز ښار یوه څنډه

د پکتیا له زرمت ولسوالۍ د سېلابونو له امله لږ تر لږه شپېته کورنۍ مرکز ګردېز ته لېږدېدلي دي او یو شمیر نورې کورنۍ هم په لاره دي.

په دې ولسوالۍ کې تېره شپه او پرون ورځ له سختو بارانونو وروسته د خلکو پر کورونو او مځکو سېلونه ورمات شوې دي، چې په لسګونه کورونه یې نړولي دي او زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې یې لاندې کړې دي.

د طبیعي پېښو پرضد د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې اړو خلکو ته د مرستو په رسولو کې دوی ته اوږه ورکړي.

هغه ویلي، چې دوی د دې توان نه لري چې ټولو سېلاب ځپلو سره پر وخت مرستې وکړي.