طالبان: له پاکستانه د غرختونکي "علي اکبر سخي" د جسد د انتقال هڅه روانه ده

د پاکستان په ګلګیت بلتستان سیمه کې د "کې ټو" غر نړۍ دوهم لوړ غر بلل کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بدني روزنې او المپیک اداره وایي، د پاکستان له "کې ټو" غرونو د افغان غرختونکي علي اکبر سخي د جسد د انتقال هڅه روانه ده.

د پنځو ورځو په تېرېدو لا هم د افغان غرختونکي علي اکبر سخي جسد د پاکستان په "کې ټو" غرونو کې دی او څوک نه دي توانېدلي چې ابادې ته یې راښکته کړي.

د کورنۍ غړي يې وايي تر دې دمه هرډول هڅې مثبته پایله نه ده ورکړي.

ورور يې رشاد سخي زاده ازادي راډيو ته وویل په اسلام اباد کې افغان سفارت هم په دې اړه هڅې پیل کړي دي.

نوموړي وويل: "تر اوسه هڅو هیڅ پایله نه ده ورکړې موږ ډېر کوششونه کوو چې یوه پایله ورکړي، په اسلام اباد کې افغان سفارت هم پوره کوشش شروع کړی دی چې یوه حل لاره راوباسي، هره ورځ ماسره په اړیکه کې وي، له ما هم تازه معلومات غواړي او ماته هم د پرمختګونو په اړه وايي."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بدنې روزنې او المپیک اداره وایي، هڅه روانه ده څو د نوموړي جسد ژر تر ژره افغانستان ته انتقال کړل شي.

د دې ادارې د نشراتو سرپرست محمد الله احساس ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د ورزش او المپیک ملي ادارې په اسلام اباد کې د افغان سفارت له لارې هڅه کړې چې د پاکستان د ورزشي ادارو په مرسته د علي اکبر سخي جسد پیدا او خپل هېواد ته انتقال کړل شي. په دې لټه کې یو چې د نوموړي جسد ډېر ژر د نوموړي کورنۍ ته وسپارل شي."

افغان غره ختونکی علي اکبر سخي د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې د کې ټو "K2" غره لوړې څوکې ته د ختلو پر مهال ومړ.

د پاکستان په ګلګیت بلتستان سیمه کې د "کې ټو" غر نړۍ دوهم لوړ غر بلل کېږي.

پاکستاني رسنیو ویلي دي، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې دغه غره ته د ختلو پر مهال نږدې یولس غره ختونکي مړه شوي چې ځینې یې د اکسیجن د کمښت او ځینې نور یې د واورې د ښووېدو له امله وو.

په پاکستان کې د قراقورم په نوم کمپنۍ چې ښاغلي سخي ورسره دغه غره ته پورته کېده پاکستاني رسنیو ته ویلي دي، چې هغه یاد غره ته د ختو پر مهال له دوهم نه درېیم کمپ ته په لاره ناڅاپه ناروغ او وروسته ومړ.

دغه کمپنۍ ویلي دي، چې د علي اکبر سخي جسد له کې ټو لوړې څوکي ته په ۷۰۰۰ مترۍ کې بند پاتې او د راښکته کولو امکانات یې ډېر کم دي.

هڅه مو وکړه چې د نوموړي له کورنۍ سره هم خبرې وکړو، خو د کورنۍ د غړو په يیدا کېدو یې ونه توانېدو خو دوه ورځې وړاندې د"هایک او وینچرز افغانستان" د ګروپ په فېسبوک پاڼه د هغه د ورور راشد سخي په حواله راغلي چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت له هڅو سربېره لا هم د علي اکبر سخي مړی په غره کې پاتې دی.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان د دغه وتلي غرختونکي مړی باید دوی ته ورسول شي.

علي اکبر سخي د افغانستان مشهور غرختونکی ورزشکار و.

هغه په افغانستان کې د "هایک او وینچرز" غرختونکو ورزشکارانو د ټیم مشري هم کوله.

دغه ډله په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان تر ټولو لوړې څوکي "نوشاخ" ته هم پورته شوې وه، چې د افغانستان په واخان کې د هندوکش غرونه بلل کېږي.

د علي اکبر سخي نږدې ملګرو پاکستاني رسنیو ته ویلي دي، چې هغه غوښتل د کې ټو لوړې څوکې ته د افغان ورزشکارانو په استازولۍ پورته شي.