د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د پاکستان په ګلګت کې لس بهرني سيلانيان ووژل شول


د پاکستان په ګلګت سيمه کې نامالومو وسله والو لس تنه بهرني سيلانيان په ډزو وژلي چې د چېن، يوکراين او روسيې اوسېدونکي دي، چې د وژنې مسووليت يې د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ منلى دى. د پاکستان مرکزي پارلمان د دې پېښې په خلاف قرارداد هم تصويب کړى دى.

بېګاه شپه د پاکستان د شمالي سيمې ګلګت بلتستان د ديامر ضلعې په بونر ناله نومي ځاى کې نامعلومو وسله والو په يوه هوټل کې پر مېشتو بهرنيو سيلانيانو ناببره ډزې وکړې او لس تنه يې په کې ووژل. د ګلګت ښار د پوليسو مشر علي شېر وايي؛ دا يوه غرنۍ سيمه ده او وسله وال په درېشي کې ورغلي، پر هغوى يې ډزې کړي او تښتېدلي دي. د ګلګت بلتستان ايالت اعلى وزير مهدي شاه وايي؛ سيمه يې محاصره کړې او ډېر ژر به ځان تر وسله والو و رسوي:

"دا پېښه د ننګه پربت کيمپ ته نيژدې شوې ده، هلته د تلو لپاره پوخ سړک نه شته، له هغه ځايه پر پينځه کيلوميتره خلک په پښو يا په اسونو مزل کوي، له دې پرته بله لاره نه شته، په تاريخ کې دا لومړۍ پېښه ده چې؛ په دې سيمه کې وشوه، هلته امنيتي کسان هم موجود وو، خو پېښه د شپې د دوولسو او يوې بجې تر منځ شوې ده، دغه سيلانيان په هوټل کې ويده وو، وسله وال ور ننوتي او ډزې يې ورباندې کړې دي."

پوليس وايي په وژل شويو سيلانيانو کې درې چینايان، پينځه يوکراينيان، دوه روسان او يو پاکستانى دي؛ چې مړي يې لومړى د ديامر ضلعې مرکز چلاس ته را انتقال کړاى شول او له هغه ځايه په هيلوکوپټر کې اسلام اباد ته راوړل شول.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف دا پېښه په کلکه غندلې او ويلي يې دي چې، په خپل هېواد کې به د سيلانيانو د خوندي ساتلو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي. د پاکستان د داخله چارو وزير چوهدري نثار نن مرکزي پارلمان ته په وينا کې د دې پېښې په تړاو ګلګت بلتستان اعلى سيکرتر او د پوليسو عمومي مشر له خپلو دندو معطله کړل:

"وسله وال د ګلګت د رسمي مېلمپالو په درېشي کې وو، دوى ته د سيلانيانو ځاى مالوم نه وو، د دغو مېلمپالو په لارښوونه يې تر هغوى پورې ځان رسولى، يو مېلمپال يې وژلى او بل ژوندى دى چې پوښتنې ګروېږنې ورڅخه روانې دي، هلته زموږ ايالتي حکومت به د دې پېښې په خلاف اقدام کوي."

پر بهرنيو سيلانيانو د بريد مسووليت د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ منلى دى.

د ويکيپېډيا ويبپاڼې په اساس د ګلګت بلتستان د ديامر ضلعې ننګه پربت د نړۍ په سطح نهم او د پاکستان تر ټولو جګ غر دى چې په دوبي کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ګڼ شمېر سيلانيان او غرختونکي ورته راځي. د ګلګت اعلى وزير وايي له دې پېښې سره به د دې ايالت د ټوريزم صنعت ته زيان ورسېږي او سيلانيان به نور د دې ځاى ليدلو ته ور نه شي. د ګلګت بلتستان يوه نوميالۍ غرختونکې ثمينه بېګ په دې اړه وايي:

"د بهرنيو سيلانيانو وژل زښته د خواشينۍ خبره ده، ګلګت بلتستان د سيلانيانو لپاره جنت بلل کېږي، ځکه دوى په ازادۍ سره دلته راتلل، خو په تېرو څو کلونو کې د پاکستان د خرابو امنيتي حالاتو له امله ټوريزم ډېر کم شوى دى، د نن پېښه به هم پر ټوريزم زښته بد اغېز وکړي، خصوصاً د ګلګت بلتستان لپاره به ډېر تاوان ولري ځکه دلته تر ډېره د خلکو روزګار له ټوريزم سره تړلى دى."

د پاکستان مرکزي پارلمان په نننۍ غونډه کې د دې پېښې په خلاف قرارداد تصويب کړ. ګلګت بلتستان چې له پاکستان سره تړلى يو خپلواک ايالت دى، د پاکستان د څلورو واړو ايالتونو په پرتله امنيت پکې ښه وو، خو په تېرو دوو کلونو کې د سني وسله والو له خوا پکې شيعه مذهبه مسلمانان په نخښه شول او دا لومړى ځل دى چې بهرني سيلانيان پکې و وژل شول.

راپور: بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG