د دولتي پوهنتونونو ځینې استادان: طالبانو له تدریسه منع کړي یوو

د کابل پوهنتون انګړ

سره له دې چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ډېرو دولتي پوهنتونونو استادان بهر ته لاړل، اوس د پوهنتونونو ځینې استادان ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت لخوا په دې پلمه له تدریسه منع شوي چې په تېر حکومت کې یې دندې کړې وې.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره د پوهنتونونو ډېر شمېر استادان بهر ته لاړل.

که څه هم د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه دقیق ارقام نه وايي، خو ویل کېږي چې په سلګونو استادان په وروستیو کې له افغانستانه وتلي دي.

په دې اړه نور: د افغان مسلکي کادرونو تېښته؛ طالبان وايي یوازې يې سیاسي بستونه خپلو کسانو ته ورکړي

د دې ترڅنګ یو شمېر استادان اوس ادعا کوي، په دې پلمه چې په تېر حکومت کې یې له تدریس سره هممهاله دندې کولې، د طالبانو د حکومت لخوا ورته درسي ساعتونه نه دي ورکړل شوي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

دوی وايي، سره له دې چې لېوالتیا لري، تدریس وکړي خو د طالبانو حکومت د لوړ زده کړو وزارت ورته ویلي، د ټولو هغو استادانو د تدریس د دوام یا نه دوام په اړه عمومي پرېکړه وکړي چې په تېر حکومت کې یې دندې درلودې.

خو دا استادان وايي، چې د میاشتو له تېرېدو وروسته هم یاد وزارت کومه پرېکړه نه ده کړې او دوی بې برخلیکه پاتې دي.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد هجرت الله اختیار یو له دغو استادانو دی چې د استادۍ ترڅنګ په تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر هم و.

اختیار وايي، د طالبانو حکومت په پسرلني درسي سمستر کې ساعتونه ورنه کړل او سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت له مسوولانو سره یې دا مسئله شریکه کړه چې دی لېوالتیا لري، تدریس ته دوام ورکړي خو چا یې خبره وانه ورېده.

هغه زیاته کړه: "کله چې ما پوښتنه وکړه، هغوی وویل چې چارواکو ویلي چې دا پرېکړه یوازې د استاد اختیار په اړه نه، بلکې د څو نورو استادانو په اړه هم شوې ده چې د علمي کادر په حفظ سره یې په مخکیني حکومت کې کار کړی و او د احتیاط په ډول مو دا پرېکړه کړې ده چې هسې نه د سمستر په نیمايي کې دا استادان د لوړو زده کړو وزارت له لوري منفک شي، بده به وي چې بیا د سمستر په نیمايي کې یې ځوابوو."

د ننګرهار پوهنتون یوه څنډه

وروسته له هغه چې استاد هجرت الله اختیار په ننګرهار پوهنتون کې له تدریس منع شو، د امریکا په میشګن پوهنتون کې د نړیوالو او مقایسوي حقونو د څېړنې په برخه کې یې یو فیلوشېپ ترلاسه کړ او اوس په یاده برخه کې په امریکا کې څېړنه کوي.

خو دا یوازې د ننګرهار پوهنتون کیسه نه ده، د کابل پوهنتون ډېر استادان هم بهر ته تللي او ځینې یې له تدریس څخه منع شوي دي.

د کابل پوهنتون د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځې استاده او د بشر حقونو کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي چې اوس په بهر کې ده وايي، بهر ته تګ یې انتخاب نه، بلکې مجبوریت و.

شبنم صالحي

نوموړې ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت له پوهنتونونو سره غیرمسلکي چلند کوي او هڅه کوي له بېلابېلو لارو په استادانو په ځانګړې توګه په ښځینه استادانو فشارونه زیات کړي چې دندې پرېږدي او په کور کېني.

صالحي زیاته کړه: "د کابل پوهنتون استادانو راته ویلي چې د دروازې د ساتونکو، نور مسوولانو او حتی د لوړو زده کړو د وزیر لخوا بیا بیا توهین شوي دي. خپله وزیر د چینايي ادبیاتو په تالار کې چې کومه وینا وکړه، استادان یې مرتدین وبلل، ورسره یې داسې مکتبونه صادر کړل چې هغه استادان چې په مخکیني حکومت کې یې کار کاوه، باید د ترفیع مخه یې ونیول شي او داسې ستونزې ورته جوړې شي چې خپله دنده پرېږدي او یا هم منفک شي."

صالحي دا ادعا هم کوي، چې د طالبانو حکومت خپل ځینې کسان چې د پوهنتونونو په کادري شرایطو برابر هم نه دي، په پوهنتونو کې د استادانو او د نورو علمي او اداري برخو د مسوولانو په توګه ګومارلي دي.

نوموړې وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، د پوهنتونونو تدریسي کیفیت به نور هم خراب شي.

یو شمېر محصلان هم وايي، چې بهر ته د استادانو له تګ او له تدریسه د ځینو استادانو په منع کېدلو سره د دوی درسي بهیر د پخوا په څېر نه دی او ځینې مضامین یې حتا استادان نه لري.

د پوهنتون محصل نجیب الله ازادي راډيو ته په دې اړه وویل: "دا لویه ستونزه ده چې موږ پوهنتون ته ځو. درې یا څلور ساعته درس لرو خو یو یا دوه ساعته استادان نه راځي، په دې خاطر چې اوس په ځینو مضمونونو کې موږ استادان نه لرو."

دغه راز د پوهنتون محصله هما کریمي وايي: "محصلان او ټولګي ډېر خو استادان کم دي، دا کم استادان نه شي کولای چې ټولو ټولګیو ته ورسېږي او په منظم ډول درس ورکړي چې دا کار په تحصیلي په بهیر کې د ګډوډۍ او بې نظمۍ سبب شوی دی."

په دې اړه نور: د پوهنتون ځینې محصلین په افغانستان کې د استادانو له کمښت شکایت کوي

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دا نه مني چې استادان له تدریس څخه منع شوي دي، د دې وزارت ویاند مولوي احمد تقي ازادي راډيو ته وویل چې دوی استادانو ته ډاډ ورکړی، چې خپل تدریسي بهیر ته دوام ورکړي.

تقي وايي: "د استادانو د کمبود موضوع یا دا چې ځینې استادان په کور ناست دي او منفک شوي دي، هېڅ حقیقت نه لري. له تحول وروسته موږ له استادانو سره رابطې وکړلې او هغه استادان چې په کورونو ناست وو، مایوسه شوي وو، هغوی ته مو روحیه او ډاډ ورکړ چې بېرته دندو ته راغلل."

تقي دغه شان وویل، د پوهنتونونو له هغو استادانو یې هم غوښتنه کړې ده چې بهر ته تللي دي او ځینې یې بېرته راستانه شوي دي خو نوموړي یې د شمېر په اړه څه ونه ویل.

نوموړي همداراز ژمنه کړې وه چې د دې مسئلې په اړه به څېړنه کوي چې ولې او په څومره کچه استادان له تدریس څخه منع شوي دي؟ خو وروسته یې د ازادي راډیو د خبریال له مکررو غوښتنو سره هم په دې اړه څه ونه ویل.

خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست لخوا په خپاره شوي مکتوب کې په پوهنتونونو کې د دې وزارت له استازو غوښتنه شوې وه، چې هغه استادان دې په نښه کړي چې په مخکیني حکومت کې یې کار کاوه او د هغوی د ترفیع مخه دې ونیسي خو اوس هغه استادان چې په مخکیني حکومت کې یې کار کړی، ادعا کوي چې بیخي له تدریسه منع شوي دي.

په دې اړه نور: لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون استادانو ته پر ترفيع ورکولو محدوديت رامنځته کړ

د مخکیني حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي د طالبانو له حکومته غواړي، چې له پوهنتونو سره دې سیاسي چلند نه کوي.

د مخکیني حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي

نوموړی وايي، طالبان باید د باور او احترام داسې یوه فضا رامنځته کړي چې بهر ته تللي استادان افغانستان ته راستانه شي، نه دا چې اوسني پاتې استادان او محصلان هم زړه توري او بې انګېزې کړي.

عبیدي زیاتوي: "له تحصیلي بنسټونو سره نه باید سیاسي چلند وشي، تحصیلي بنسټونه د یوه هېواد د ځوان نسل د روزنې مسوولیت لري، که چېرې له دې بنسټونو سره سیاسي چلند کېږي، دا به د هېواد له راتلونکي سره جفا وي."

د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان تعلیمي او تحصیلي بهیر ټکنی شوی او سره له دې چې د نجونو ښوونځي تړل شوي، په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي بېل شوي او بهر ته د ډېرو استادانو له تګ سره یو شمېر استادان د طالبانو د حکومت له لوري له تدریسه منع شوي دي.

په دې اړه نور: طالبان په پوهنتونونو کې د تدريسي ورځو جلاوالى د استادانو او محصلینو په غوښتنه بولي

خو د پوهنتونو استادان او محصلان د طالبانو له حکومته غواړي، چې د نورو سیاسي او سلیقوي موضوعات پر ځای دې د زده کړو پر کیفیت تمرکز وکړي.