د کونړ قومي مشرانو له طالبانو د نجونو د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

ارشیف: د افغانستان د یوه ښوونځي زده کوونکې

پر طالبانو یو ځل بیا غږ شوی، چې د نجونو ثانوي ښوونځي پرانېزي.

په کونړ کې پرون په یوه لویه غونډه کې قومي مشرانو دا غوښتنه وکړه.

د کونړ په مرکز اسعدآباد کې پرون په یوه لویه غونډه کې، چې د طالبانو ځینو مشرانو هم ګډون په کې کړی وو، د افغان نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو غوښتنه وشوه.

په غونډه کې یوه قومي مخور او دیني عالم مولوي سید ولي الله ټینګار وکړ، چې د طالبانو حکومت باید د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د زده کړو امکان برابر کړي.

دې دیني عالم له غونډې وروسته له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د خپلو څرګندونو په اړه نور وضاحت هم ورکړ.

مولوي سید ولي الله زیاته کړه: "یو اسلامي دولت ښځینه ډاکټرې ته اړتیا لري. یوې ښځېنه معلمې ته اړتیا لري او حتی په ځینو حالاتو کې ښځینه پولیسو ته اړتیا لري. دا ټول ارګانونه دې ته هم اړ اړتیا لري چې باید تعلیم وکړي. دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده او اسلامي امارت باید په دې برخه کې سوچ او فکر وکړي."

مولوي سید ولي الله په غونډه کې ټینګار وکړ، چې طالبان باید افغان نجونو ته د اسلامي اصولو او حجاب په رڼا کې د زده کړو اجازه ورکړي.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي پرون پر ټویټر په یو بیان کې ولیکل، چې په کونړ کې د دیني عالمانو، مشرانو او مخورو د هغې غونډې کلک ملاتړ او هرکلی کوي چې په کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه شوې.

د کرزي په ټویټ کې راغلي، چې دی د هېواد پرمختګ او آبادي د نجونو او هلکانو له تعلیم سره تړلي بولي او د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کوي څو په دې اړه د هېواد د عالمانو او مشرانو غږ ته درناوی وکړي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي.

پر عامو افغانانو او قومي مشرانو سربېره د طالبانو ځینو مشرانو او له هغې ډلې د بهرنیوچارو وزارت معین شېرمحمد عباس ستانکزي هم د نجونو د تعلیم په پلوي یو لړ څرګندونې کړي او زده کړې یې د نجونو اسلامي حق بللی دی خو د طالبانو چارواکو د دې حق د مخنیوي لپاره واضح دلیل نه دی بیان کړی.