روانه اونۍ تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي

د تاشکند ښار یوه څنډه

روانه اونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړېږي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د جولای په ۲۵ او ۲۶ نېټه په جوړېدونکي کنفرانس کې به هندوستان هم ګډون وکړي.

هندي رسنیو د افغانستان د امنیت او اقتصادي ودې په نوم دا غونډه ځکه مهمه بللې چې د دوی په باور پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو د یوه کال له تېرېدو وروسته جوړېږي.

په دې غونډه کې به د نړۍ د شلو هېوادونو او د څو نړیوالو ټولنو پلاوي برخه ولري او د افغانستان امنیتي وضعیت او بشري بحران به وڅېړل شي.

دې غونډې ته د طالبانو استازي هم دې بلل شوي خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دا بلنه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.

طالبان هم دغه نړیوال کنفرانس ته بلل شوي دي.

هندی ژورنالیست او شنونکی انند سهای چې د افغانستان په اړه د یوه کتاب لیکوال هم دی وايي، د تاشکند په غونډه کې د هند ګډون دا ښيي چې نوې ډېلي غواړي له طالبانو سره نژدې اړیکي وپالي او په نوییمه لسیزه کې د طالبانو له لومړي حکومت سره په اړیکو کې تېروتنه تکرار نه کړي.

هغه وايي: "هند له خپلو پخوانیو تېروتنو څخه زده کړه کړې ده؛ هغه مهال چې طالبان د مجاهدینو د حکومت له پرځېدو وروسته واکمن شول او هند له هغوی سره هېڅ ډول اړیکې نه لرل خو د روان کال په پیل کې هند د سیمې د استخباراتو د مشرانو د یوې غونډې کوربه و چې ازبکستان هم برخه په کې لرله. بحثونه اوس ټول پر افغانستان متمرکز دي. کله چې د تروریزم یا د سیمې د ثبات خبر کېږي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ټولو تر ذره بین لاندې وي."

هند د بشري مرستو په لړ کې تر اوسه زرګونه ټنه غنم افغانستان سره مرسته کړې او دا غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ښاغلی سهای زیاتوي، چې افغانستان د هند نژدې او پخوانی ملګری هېواد دی چې نن له قحطۍ او نورو ستونزو سره لاس ګرېوان دی او هند غواړي مرسته ورسره وکړي.

سهای افغانستان ته د هند له خوا د غلې مرستې ته د اشارې په ترڅ کې وایي، چې نوې ډېلي غواړي په افغانستان کې خپل حضور وساتي خو نه د سفیر په کچه، نو ځکه یې کابل ته یو ډيپلومات استولی څو له افغانستان سره د هند د مرستو چارې همغږې کړي.

د نوموړي هندي شنونکي په باور تراوسه څو هندي پلاوي افغانستان ته تللي دي خو دواړه خواوې نه غواړي چې په اړه یې تبلیغات وشي.

د افغانستان د امنیتي وضعیت او اقتصادي پرمختګ په نوم له دې کنفرانس وروسته د جولای په ۲۸ او ۲۹مه د شانګهای د همکارۍ د سازمان غونډه هم په تاشکند کې په پام کې ده چې بې له شکه د افغانستان مسایل به پکې مطرح شي.

په دې سازمان کې افغانستان د څارونکي موقف لري.