د افغان جاپان روغتون مسؤلين: د کرونا پېښې لس سلنه ډېرې شوي؛ طالبان يې ردوي

افغان جاپان روغتون کې د کرونا ناروغان

سره له دې چې په کابل کې د افغان چاپان روغتون مسولین وايي، د کرونا په مثبتو پېښو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې لس سلنه زیاتوالی راغلی خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بیا د فبرورې میاشتې له پیله تر دا مهال ددې ناروغۍ په ګراف کې د کموالي خبره کوي.

وزارت وايي، په تېر کې د مثبتو پېښو ګراف لوړ و خو اوس په اونیز ډول له ۳۵۰ نه تر ۴۵۰ پورې مثبتې پېښې ثبتېږي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰۰ پېښې ازمایل شوي چې ۱۱۱ یې مثبت وې.

د افغان چاپان روغتون ډاکټران وايي، په تېرو دوه میاشتو کې په کرونا وایروس د اخته کسانو په شمېر کې لس سلنه زياتوالی راغلی.

ددې روغتون مسول زلمي رښتينی ازادي راډیو ته وویل، په ورځیني ډول له دو تر دریو پورې ناروغان بستر کېږی.

نوموړي وويل: "تېرو دوه میاشتو کې د ناروغانو په ګراف کې لوړ والی راغلی، له ۶۵ نه تر ۷۰ پورې ناروغان لرو او دا ددې ښکارندوي کوي چې لس سلنه یې ګراف لوړ شوی."

د ښاغلي رښيتني په خبره، دوه میاشتې وړاندې په دغه روغتون کې په کرونا اخته شوي کسانو شمېر ۵۵ کسان و.

کرونا ناروغۍ د پخوا په پرتله د خلکو هېره شوې يا يې هم پر وړاندې بې تفاوته دي،.

خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت بیا په ټول افغانستان کې ددغې ناروغۍ د کمېدو خبره کوي.

ددې وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو ته وویل، چې ښايي په یو روغتون کې زیاتوالی راغلی وي خو په ټول افغانستان کې د کرونا پېښې د تېر فبرورۍ میاشتې راهیسې کمې شوي.

نوموړي وويل: "له پخوا پېښې ډېرې کمې شوي، په تېر کې په جنوري او فبروري میاشتو کې پېښې زیاتې خو اوس دغه پېښې په اونۍ کې له ۳۵۰ نه تر ۴۵۰ پورې دي چې یوازې په تېرو څلروېشت ساعتونو کې ۸۰۰ پېښې ازمایل شوي چې ۱۱۱ یې مثبتې وې، موږ په ورځیني ډول له ۷ زرو نه تر ۸ زرو پورې واکسینونه تطبیق کو چې همدا دلیل دی پېښې کمې شوي."

له بلې خوا یو شمېر ولسي وګړي بیا وايي خلکو کرونا له یاده ویستلي او ددې ناروغۍ په وړاندې دومره جدي نه دي.

۲۵ کلنه منیژه چې د بامیانو اوسېدونکې ده وايي، له هغې وروسته یې چې کورته مېلمانه راغلل نوموړې ناروغه شوه.

هغې وويل: "کله چې زه کرونا ونیولم نو تبه او سردرد مې کم و خو وروسته بیا زیاد شو او له هغې وروسته چې زه له دې دغې ناروغۍ ښه شوم اوس بې حوصله شوې یم او د ضعیفې احساس کوم."

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت بيا وايي چې د کرونا پېښو کې کموالی راغلی.

د کابل ښار اوسیدونکی روح الله تلاش بیا له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې دې عملي کړي.

ښاغلی تلاش وايي: "خلکو دغه وایروس په یاده ویستی، هیڅ ډول روغتیايي سپارښتنې په پام کې نه نیسي، همدغه لامل دی چې خلک پرې اخته کېږي، دا وایروس باید جدي وګڼل شي، تر څو نور کسانو ته انتقال نه‌شي."

له دې ټولو سره د روغتیا نړېوال سازمان ( WHO) په ورستي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له دریمه د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې تر ۲۱ مې پورې دغه وایروس باندې ۱۸۴،۰۶۹ کسان اخته شوي چې ۷۷۳۷ یې وژلي

ددغه سازمان په راپور کې همدا شان ويل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د جولای تر ۱۷ مې پورې شاخوا ۶ میلیونه دوزه واکسین تطبیق شوی.