امریکا د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړو ویزو د ورکړې پروسه اسانه کړې

ارشیف

متحده ایالاتو اعلان کړی، چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو اس ای وي د ورکړې پروسه يې اسانه کړې ده.

د تېر میلادي کال د اګسټ میاشتې راهیسي له کله چې افغانستان نظام د طالبانو لاس ته لوېدلی زیات شمېر افغانانو له دې هېواده د وتلو په انتظار دی.

په دوی کې زیات شمېر هغه کسان دي، چې په تېر شلو کلونو کې يې په پوځي او غیر پوځي برخو کې له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې کار کړی دی.

یو تن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم خپور شي وايي، له میاشتو راهیسې د اس ای وي کېس څېړلو ته انتظار کوي.

دی وايي، څو کاله يې په افغانستان کې له امریکايي پوځيانو سره دنده درلوده او اوس مهال يې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: "دوی ژمنې کوي چې کارونه مو روان دي او موږ له کانګرس، بهرنیو او دفاع وزارتونو سره په اړیکه کې یو خو تر اوسه مو کومه ځانګړې پایله نه ده ترلاسه کړې. موږ منتطر یو، دلته چې کومې ستونزې لرو له حده زیاتې دي."

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین او د کورني امنیت وزیر الخادرو ان مایورکاس د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو اس ای وي پروسې د چټکوالي خبر ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین

د دغه امریکايي مقاماتوپه ګډ بیان کې راغلي دي، چې له دې وروسته د اس ای وي ځانګړو ویزو غوښتونکي افغانان اړ نه دي چې ډېرې فورمې ډکې کړي بلکې یوازې یوازې یوه DS-157 فورمه به ډکوي.‌

په دې ګډ بیان کې راغلي دي، چې د اس ای وي په پروسه کې چټکوالی له افغان همکارانو سره د امریکا د مرستو ژمنیتا په ډاګه کوي.

خو په دې بیان کې راغلي، چې د پروسې د چټکوالي ترڅنګ د امریکا د کورنۍ امنیت د خوندیتوب په موخه قوي امنیتي څېړنې چې د ویزې له ورکړې وړاندې ترسره کېږي اسانتیا په کې نه راځي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن نږدې یو کال وړاندې د هغه افغانانو د منلو پرواګرام اعلان کړ، چې له امریکا سره يې په افغانستان کې همکاري کړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن

که څه په تېرو یولسو میاشتو کې له دې هېواده زیات شمېر افغانان ووتل، خو لا هم زیات شمېر نور امریکا ته د وتلو په هیله شپې سبا او وايي اوسمهال بې برخلیکه دي.

تازه یو شمېر امریکايي چارواکو د رسنیو په یوه ناسته کې چې ازادي راډيو هم وربلل شوې وه وویل، شاوخوا اتیا زره افغانان اوسمهال امریکا ته لېږدول شوي دي او هڅه کېږي چې دوی ته د ژوند ضروري امکانات برابر شي.

دغه امریکايي مقاماتو د نوم د ښودلو په شرط ویلي دي، چې په دې شمېر کې نږدې ۷۱ زره افغانانو ته د کار د ورکړې جوازونه هم ورکړل شوي دي.