د افغانستان په درېیو بندرونو کې د وارداتي تېلو او ګازو ټانکرونه درول شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات موقعیت

په هرات کې سوداګر شکایت کوي، چې د افغانستان په درېیو سوداګریزو بندرونو کې د دوی د وارداتي تېلو او ګازو ټانکرونه درول شوي او بازار ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې، خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په وروستیو اوونیو کې سوداګر هېواد ته د وارداتو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او په سوداګریزو توکو بار موټرې یې په ګمرکونو کې ایسارې پاتې دي.

په خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي، چې په ګمرکونو کې دا موټرې د چا له خوا درول شوي، خو د طالبانو حکومت په ماليې وزارت کې يوې سرچينې ازادي راډيو ته وويل، چې دا موټرې د نورم او سټنډر‌ډ ادارې له خوا درول شوي او لامل يې هم هېواد ته د بې کيفيته نفتي موادو د واردولو مخنيوى دى٠

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو څو ورځو کې په اسلام قلعه، تورغونډۍ او اقینې بندرونو کې د هرات ولایت سوداګرو په وارداتي تېلو او ګازو بار لسګونه ټانکرونه ایسار کړل شوي او بازار ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

د هرات سوداګرو د نورم او سټنډر‌ډ ادارې له مسوولینو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې د دې ستونزې په حل کې دی ورسره همکاري وکړي.

په بندرونو کې د تېلو او ګازو د ټانکرونو ایسارول په داسې حال کې دي، چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې په بېساري ډول لوړې شوي.