د افغانستان د کرېکټ شپږيزه ليګ؛ څلور ورځې وروسته يې اتم پړاو سيالۍ پيليږي

شپږيزه کرېکټ سيالۍ، انځور - ارشيف

افغان کرېکټ بورډ وايي، د شپږیزه لیګ اتم پړاو سیاليو لپاره تیاری روان دی او څلور ورځې وروسته به دا سیالۍ پیل شي.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل، چې د شپږیزې په دې پړاو سیالیو کې د شپږو پر ځای اته لوبډلې برخه لري او په ټولو لوبډلو کې زیات شمېر ځوان لوبغاړي لوبیږي.

که څه هم تېر کال ترسره نه‌شوې خو سږ کال يې اتم پړاو لوبو ته یوازې څلور ورځې پاتې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دې سیالیو لپاره په پراخه کچه تیاری روان دی.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل: "د دې سیالیو لپاره کرېکټ بورډ پوره چمتوالی نیولی دی او په ډېر ښه شکل به د کابل په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي، د مینه والو د راتګ لپاره هم ترتیبات نیول شوي دي، هیله داده چې زیات شمېر مینه وال به دا سیالۍ له نږدې ننداره کړي."

دی وايي د شپږیزې په اتم پړاو سیالیو کې د تېرو کلونو سره په توپیر د شپږو لوبډلو پر ځای اته لوبډلې لوبیږي.

دا د افغانستان د کورني کرېکټ تر ټولو سترې سيالۍ بلل کېږي

هندوکش ستوري او پامیر زلمي دوه نوې لوبډلې دې سیالیو ته ورزیاتې شوې دي.

د دې سیالیو په تېرو اوه پړاونو کې، کابل بازان، سپین غر پړانګان، بست ساتونکي، میس عینک اتلان، بند امیر ښاماران او د امو نهنګان لوبډلې لوبېدې.

په ورته وخت کې د کرېکټ یو شمېر افغان څارونکي وايي په کور دننه دغه ډول سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د روزولو لپاره خورا مهمي دي.

د کرېکټ افغان مینه وال او څارونکی قسیم هلال وايي: "دا سیالۍ د کورنۍ کرېکټ تر ټولو سترې سیالۍ دي، د لوبغاړو د عاید ښه سرچینه ده، که کرېکټ بورډ په هماغه شکل دا سیالۍ ترسره کړي چې د کوم هدف لپاره پیل شوي دي، نو دا د کورني کرېکټ لپاره ډېرې مهمې دي، دا د ملي لوبډلې لپاره د نویو لوبغاړو د راپیدا کولو لپاره ډېرې مهمې دي."

شپږيزه کرېکټ سيالۍ پر کور دننه ډېر مينه‌وال لري، چې په پوره مينه په‌کې برخه اخلي، خو سږ کال لا مالومه نه‌ده چې څومره خلک به د دغو سياليو نندارې ته ورشي.

دا سیالۍ چې د روانې جولای میاشتې په اتلسمه په کابل کې د کرېکټ بورډ په لوبغالي کې پیلیږي د راتلونکې اګسټ میاشتې تر پنځمې دوام کوي او په ترڅ کې يې ټولې ۳۲ لوبې ترسره کیږي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ دا سیالۍ د ملي سپورټ ټلوېزیوني چینل له لوري په ژوندۍ بڼه ترسره کیږي.

دا پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ راورسته د کرېکټ تر ټولو سترې کورنۍ سیالۍ دي، چې ترسره کیږي.

د دې سیالیو اوم پړاو پایلوبه د رحمان الله ګربز په لوبډل مشرۍ د کابل بازانو لوبډلې ګټلې وه.