د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

شپږيزه کرکټ لیګ: نن یکشنبه سپین‎غر او مس عینک سره مخ کېږي


په کابل کې د شپږيزې کرکټ لیګ سیالیو په لړ کې به نن یکشنبه د سپین‎غر او مس عینک لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسؤل فرید هوتک تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالۍ خورا مهمې دي.

فرید هوتک وویل:

"نن به د دوو تکړه او پیاوړو لوبډلو ترمنځ لوبه وي، د مسلمیار سپین غر زمریانو لوبډلې او د مس عینک لوبډلې ترمنځ به وي. دا لوبې خورا مهمې دي. تر دې مهاله، دا د لومړي پړاو سیالۍ ترسره کېږي."

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په لړ کې پرون مس عینک د دوو ویکټو په توپیر له کابل بازانو لوبه وګټله.

د پرونۍ سیالۍ غوره لوبغاړي دولت ځدراڼ و.

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په جدول کې چې پرون پر ټویټر خپور شو د کابل بازان لومړی، مس عینک دوهم، بند امیر درېيم، سپین غر څلورم، بُست پنځم او امو نهنګان شپږم ځای لري.

XS
SM
MD
LG