د روسيې او اوکراين ترمنځ خبرې؛ د غَلو دانو د صادراتو په تړاو خبرو کې پرمختګ شوی

د اوکراين او روسيې ترمنځ خبرې

د روسیې او اوکراین د پوځي پلاوو ترمنځ په خبرو کې د اوکراین د غله دانو د صادراتو په تړاو پرمختګ شوی دی او دواړو لوریو منلې ده چې راتلونکې اونۍ به د دې خبرو بل پړاو پیلوي.

د اوکراین او روسیې د پوځي پلاوو ترمنځ تر مخامخ خبرو وروسته چې پرون په استانبول کې وشوې، د ترکیې دفاع وزیر وویل چې په دې خبرو کې ډېر پرمختګ شوی او دواړو لوریو منلې ده چې راتلونکې اوونۍ به بیا د مذاکرات مېز ته سره کښېني.

د ترکیې پوځي چارواکو او د ملګرو ملتو استازیو هم په دې غونډه کې برخه لرله.

د غونډې برخه وال هڅه کوي چې داسې موافقه ترلاسه کړي چې د اوکراین هغه غله دانه چې د دې هېواد په سیلوګانو کې ایساره ده بهر ته صادره شي.

د ترکیې دفاع وزیر هالوسي اکار تر غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین پر بندرونو د ګډې څارنې او د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د صادراتو پر لارو چارو خبرې وشوې.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وویل چې دا خبرې یو مهم ګام دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش

ملګري ملتونه په نړیوالو بازارونو کې د غلو دانو کمښت ته اندېښنه لري.

د ترکیې دفاع وزیر هیله ښکاره کړه چې راتلونکې اونۍ به د خبرو په ترڅ کې یوې موافقې ته سره ورسیږي، ده د اوس لپاره نور جزییات له رسنیو سره شریک نه کړل خو ویې ویل چې کله موافقه وشوه بیا به نور توضحیات ورکړي.

د اوکراین اکثر هغه بندرونه چې غله دانه به یې له دې لارو نورو هېوادو ته صادروله روسیي پوځیانو نیولي دي.

د غونډې برخه وال هيلمن دي چې د نویو حاصلاتو تر وخت پورې به دې ته لارې هوارې شي چې د اوکراین سیلوګانې له زړو غلو دانو تشې شي او نوې پکې ځای پرځای شي.

که څه هم د اوکراین یو شمېر غله دانه د ریلګاډي او سیندونو له لارې نورو هېوادو ته صادریږي خو دا د هغو صادراتو په پرتله خورا کم دي چې د اوکراین د سمندري بندرونو له لارې نورو هېوادو ته لېږدي.

اوکراین په نړۍ کې د غنمو، اوربشو او جوارو یو ستر صادرونکی هېواد دی او د ټولې نړۍ په بازارونو کې د لمرمخیو ګلانو د غوړیو نژدې نیمایي برخه د اوکراین ده.

ترکیه وایي چې شل لویې تجارتي کشتۍ یې په تورسمندرګي کې درولې دي چې ډېر ژر د اوکراین غله دانې بار کړي او نورې نړۍ ته یې انتقال کړي.

د اوس لپاره له اټکلونو سره سم پنځه ویشت میلیونه ټنه غله د اوکراین په بندرونو کې ایساره ده.