پر ټولنيزو شبکو 'د نجونو ښوونځي پرانېزئ' کمپاين زده کوونکې هيله‌منې کړي

يو شمېر افغان زده کوونکې

ځینې زده کوونکې نجونې پر ټولنیزو شبکو د نجونو د تعلیم په ملاتړ د پیل شوي تازه کمپاین نتیجو ته خوشبیني ښېي.

دوی وایي هیله‌منې دي، چې دغه ډول مدني کمپاینونه د طالبانو چارواکي دې ته اړ کړي، چې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

ځینې زده کوونکي نجونې چې طالبانو یې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم مخه نیولې، هیله‌منې دي، چې تازه پیل شوی کمپاین به د دوی د ټولګیو پرانیستلو ته لار اواره کړي.

له تېرې جمعې په ټولنیزو شبکو یا خواله رسنیو کې د نجونو ښوونځي پرانیزئ په نوم د هشتګ په کارولو سره په زرګونو کسانو د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

په دغه کمپاین کې د خبریالانو، مدني فعالانو، ورزشکارانو او ښوونکو ترمنځ بېلابېلو شخصیتونو برخه اخیستې ده.

د کندهار یوې زده کوونکې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي هیله وښوده، چې دغه ډول کمپاینونه ښايي بالاخره طالبان اړ کړي، چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستلو ته غاړه کښېږدي.

نوموړې وويل: "د نجونو د زده کړو لپاره چې کوم کمپاین پیل شوی، موږ ورته خوشبینه یو، ځکه له دغه کمپاین سره به طالبان وکړای شي، چې د نجونو ښوونځي بیا پیل کړي، که څه هم بهرني فشارونه ورباندې زیات راوستل شوي، موږ نه غواړو پر دوی کوم فشار راولو، یوازې پر ټولنیزو رسنیو کمپاین مخ ته وړو، چې د نجونو ښوونځي پیل شي."

زده کوونکو او د دوی ملاتړو څو - څو ځل د ښوونځيو د پرانيستلو په موخه لاريونونه هم وکړل.

ځینو نورو زده کوونکو نجونو هم چې ښوونځي ته د تګ لپاره شېبې شماري، د تازه پیل شوي کمپاین هرکلی کړی، خو له ډاره له رسنیو سره خبرې نه‌کوي.

نن یکشنبه ۲۹۶مه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

د طالبانو ځینو مشرانو ویلي، دوی د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، خو یوازې غواړي نجونو ته مناسب اسلامي ماحول برابر کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان، د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه زموږ د پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "نوي معلومات نه لرو."