له شاوخوا شلو کلونو وروسته د طالبانو واکمنۍ کې اختر لمانځل کېږي

په کابل کې طالب سرتېري

له شاوخوا شلو کلونو وروسته په افغانستان کې خلک د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د " لومړنی لوی اختر" لمانځي.

اختر په داسې حال کې راغلی، چې خلک له بېلابېلو اقتصادي ستونزو او له بېکارۍ تر ټولنیزو محدودیتونو شکایتونه کوي.

مخکې له دې چې طالبان د تېر کال د اګسټ په ۱۵مه د کابل واک تر لاسه کړي، په تېرو اخترونو کې په سیمه ییزو تلوېزیونونو کې د اختر ځانګړي پروګرامونه او د خوښۍ په پار موسیقي خپرېده، خو اوس وضعیت بل ډول دی، ځکه طالبان موسیقي حرام ګڼي.