اوکراين: له عامو خلکو له ختيځ ښار سلوويانسک د وتلو غوښتنه شوې

په اوکراين کې د دونتسک ښار د جګړې يو انځور

په دونیڅک کې چارواکو پرون له ولسي خلکو وغوښتل چې له ختیځ ښار سلوویانسک څخه ووځي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې په دې ښارکې یو لوی سوداګریز مرکز په یوه برید کې په نښه شوی و.

د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک د سیمې والي پاولو کیریلنکو تېره ورځ له ملکي وګړو وغوښتل چې له سلویانسک ښار څخه ووځي او ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

هغه ویلي چې دغه پرېکړه یې وروسته له هغې کړې چې پریوه لوی سوداګریز مرکز د روسیې د توپچي ځواکونو په بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د دونیڅک والي دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو هم خپره کړې چې په‌کې ښکاري له دغه مرکز څخه تورلوګۍ پورته کېږي او اطفایي هڅه کوي چې لګېدلی اور مړ کړي.

د هغه له ادعا سره سم روسي ځواکونه په قصدي توګه پر هغو ځایونو بریدونه کوي چې ملکیان په‌کې راټولیږي.

اوکرایني پوځيان د جګړې په کرښه کې

د کریلینکو په خبره د روسیې تروریستي دولت باید عدالت ته راکاږل شي.

پر سلویانسک دغه بریدونه وروسته له هغې کېږي چې اوکرایني ځواکونو پرون د دې سیمې په هغو ښارونو کې نوې دفاعي مورچلې جوړې کړي چې تر اوسه پرې کنټرول لري.

اوکرایني ځواکونه په دونیڅک کې د دفاع لپاره ځان وروسته له هغې پیاوړی کوي چې د لوهانسک د سیمې له وروستي لوی ښار لیسچانسک څخه په شاه شول او روسي ځواکونو پرې ولکه ټینګه کړه.

روسیې ادعا کړې چې په دې سره یې د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک سیمه بشپړه تر کنټرول لاندې راوستې، خو د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي ژمنه کړې چې له لاسه وتلې سیمې به بېرته ونیسي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسي ځواکونه باید په ټوله دونیڅک سیمه کې پرمختګ ته دوام ورکړي او لکه د لوهانسک په څېر دا سیمه هم باید په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې راولي.

له بلې خوا د برېتانیا پوځي استخباراتو ویلي چې د دونباس لپاره روسي ځواکونو جګړه په دې ډول مخ ته وړي چې پرمختګ یې ورو او ښارونه یې د توپونو او توغندیو په بریدونو سره په کنډوالو بدل کړي چې په یقین د دونیڅک جګړه به هم په همدې ډول مخ ته یوسي.