د افغانستان بانک نن ۱۱ ميليون ډالر ليلاموي

ارشیف

د افغانستان بانک نن ۱۱ میلیون امریکایي ډالره د دواطلبۍ له لارې پلوري.

دغه اقدام د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتنې لپاره کېږي.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان بانک له ټولو تجارتي بانکونو او د پیسو له خدماتي شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتل شوي چې په دې لیلام کې ګډون وکړي."

د افغانستان بانک کله ناکله لسګونه ميلیون ډالر لیلاموي، چې د افغانیو د ارزښت له ثبات سره مرسته وکړي.