ملګري ملتونه د افغان ښځو پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي

ارشیف: په کابل کې د یو شمېر ښځو له لوري د کار، ډوډۍ او زده کړو د غوښتنې په خاطر د سوله ییز لاریون انځور. May 26 2022

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه جوړوي.

دې شورا پرون پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا ناسته به د راتلونکې جولای په لومړۍ نېټه دایره شي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې لس ورځې وړاندې د جون ۱۵مه په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل.

دې دا هم وویل، چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شطبې تجربه کوي.