ایا داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او که د پياوړي کېدو په حال کې ده؟

د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د کابل په کارته پروان سیمه کې د سېکانو پر ګوردواره د پروني برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې واخیست.

دې ډلې له دې مخکې هم د افغانستان پر یو شمېر نورو لږګکیو د ورته بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

ایا داعش هغسې چې د طالبانو حکومت ادعا کوي، تراوسه دومره نه ده ځپل شوې چې له دا ډول حملو ولوېږي؟

په دې اړه نوریاس نوري د امینتي چارو له یوه پوه احمدخان اندړ څخه د مرکې په پیل کې دا پوښتنه کړې چې ایا داعش ډله په افغانستان کې د پیاوړي کېدو په حال کې ده؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

احمدخان اندړ سره مرکه