په خصوصي پوهنتونونو کې ځينې پوهنځي له منځه تللي

په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون ټولګى

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسوولین وايي، د هېواد په ۲۸ خصوصي پوهنتونونو کې ځینې پوهنځي د جوازونو د نشتوالي له امله له منځه تللې دي.

صفیه د هرات په یوه خصوصي پوهنتون کې د انګلیسي ادبیاتو د لومړي کال محصله ده.

هغه وايي، چې په اونۍ کې درې ساعته د اسلامي ثقافت، تجويد او د نبوي سيرت مضامین لري، او ثقافت د دې رشتې د ځينو تخصصي مضامینو ځاى نيولى دى.

صفيه زياتوي: "موږ په اونۍ کې درې ساعته لرو، مخکې مو یو ساعت درلود، یو ساعت مو تجوید، چې د قرآن کریم د زور او زېر او سم تلفظ درس مو درلود. نور دوه ساعته د اسلامي نړۍ لید تدریس به یې کوه، زموږ رشته د انګلیسي ادبیاتو رشته ده، نو کله چې د پوهنتون نور مضامین زیات شي، زموږ تخصصي مضامین کمېږي."

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خوا ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د استول شوي مکتوب له مخې، د اسلامي ثقافت مضمون له اتو کریډیټ څخه ۲۴ کریډیټ ته لوړ شوی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي دي، چې ثقافت بايد په ټولو رشتو کې په اونۍ کې درې ساعته تجويد، د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت او د اسلام سياسي نظام د مضامینو په توګه تدريس شي.

د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالله احمدزي وویل: "یوازې د اسلامي ثقافت کریډیټ له اتو کریډیټ څخه ٢۴ کریډیټ ته لوړ شوی، چې په اتو سمسترونو کې تدریس کېږي، خو په نورو مضامینو کې بدلون نه دی راغلی."

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ سره، زیات شمېر متخصص استادان له هېواده وتلي او د هېواد ډېری پوهنتونونه د تدریسي کادرونو له کمښت سره مخ دي.

د باختر خصوصي پوهنتون استاد نقيب الله په دې باور دى چې په پوهنتونونو کې د نصاب بدلون مسلکي کادرونو او متخصصينو ته اړتيا لري او په اوسنيو شرايطو کې د مضامينو ليرې کول او يا زياتول یوه بېړنۍ پرېکړه ده.

هغه وویل: "دا کار تخنیکي او تخصصي کادرونو ته اړتیا لري، چې په اوسني وضعیت کې له بده مرغه موږ د علمي او تخصصي کادرونو له کمښت سره مخ یو او په دې وروستیو کې اکثره علمي او تخصصي کادرونه له هېواده وتلي دي."

په داسې حال کې د اسلامي ثقافت کريډیټ ۲۴ ته لوړېږي چې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مسوولینو په وینا، د هېواد په ۲۸ خصوصي پوهنتونونو کې ځینې رشتې د جوازونو د نشتوالي له امله له منځه تللې دي.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې وياند محمد کريم ناصري ازادي راډيو سره په خبرو کې ددغه رشتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې په ځینو رشتو کې حتا محصلين هم جذب شوي وه.

ناصري وویل: "په ځینو ډیپارټمنټونو کې چې ۲۸ پوهنتونونه په کې شامل دي، لکه د کونړ تنویر او کابل کې پیشګام او په ځینو نورو پوهنتونونو کې ځینې هغه پوهنځي چې جوازونه یې نه وه صادر شوي خو محصلین یې جذب کړي وه، په داسې حال کې چې د دوی جوازونه تر کار لاندې وه خو صادر نه شوه، نو په همدې دلیل دا پوهنځۍ وتړل شوې."

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په نصاب کې د بدلون او له خصوصي پوهنتونونو څخه د ځینو پوهنځیو د ایستلو په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په هېواد کې پوهنتونونه د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سترو بدلونونو شاهدان دي، چې یو یې د ټولګیو بېلول او د نارینه او ښځینه محصلینو د بېلو وختونو ټاکل دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل له مخې، نجونې د اونۍ په تاقو ورځو او هلکان د اونۍ په جفتو ورځو کې ټولګیو ته حاضرېږي.

له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل او د روان لمریز کال د کانکور ازموینې ناڅرګنده برخلیک هغه نورې ستونزې دي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو پر وړاندې موجودې دي.