کابل کې د سېکانو پر ګردوارې د برید احتمالي عاملان څوک کېدای شي؟

د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د شنبې ورځې په سهار د کابل په کارته پروان سیمه کې د سېکانو پر ګردوارې د وسله والو په برید کې لږترلږه دوه کسان ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، بریدګرو ګردوارې ته تر ننوتو مخکې لاسي بمونه والوزول او زیاته یې کړه، چې وسله والو غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یو موټر بم هم وچوي خو ونه توانېدل.

د دې حملې پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.

احمدتکل په دې اړه د سیاسي چارو له شنونکي قریب الرحمان شهاب سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی دی چې د دې برید احتمالي عاملان څوک کېدای شي؟

د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

قریب الرحمان شهاب سره مرکه