په کابل کې د سېکانو په ګردوارې برید تند غبرګونونه راپارولي

د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

ملګرو ملتونو د کابل په کارته پروان کې د سېکانو په ګردوارې برید په کلکه غندلی او ټینګار یې کړی چې مذهبي لږکۍ باید خوندي وساتل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي، د سېکانو په عبادتځای برید چې یو شمېر خلکو ته په کې مرګژوبله اوښتې په کلکه غندي.

یوناما زیاته کړې، په ملکیانو باندې بریدونو سمدستي ودرېږي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ د سېکانو او نورو مذهبي لږکیو هزاره و او سوفیانو په ځاني خوندیتوب باندې ټینګار کړی دی.

اخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د کابل د سېکانو په ګردوارې باندې د برید په غبرګون ویلي، چې په ملکیانو حملې باید ودرېږي او د مذهبي لږکیو په شمول د ټولو خلکو حقونه تامین شي.

د راپورونو له مخې برید چې د کابل په کارته پروان سیمه کې د سېکانو په ګردوارې وشو پکې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

په دې اړه نور: کابل کې د سېکانو په ګردواره برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

طالبانو تایید کړې، چې د دوی یو عسکر هم په وژل شویو کې شامل دی خو بریدګر یې له منځه وړي او اوس سیمه کې امن ټينګ دی.

د افغانستان پر سېکانو او هندوانو تر دې مخکې هم سخت خونړي بریدونه شوي چې له امله یې د دې مذهبي لږکۍ ګڼې کورنۍ د هندوستان په شمول د نړۍ ځینو هېوادونو ته کډه شوي.

د راپورونو له مخې دمګړۍ د هغو سېکانو شمېر چې په افغانستان کې پاتې دي ۲۰۰ تنه یاد شوی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جېشنکر ویلي، د کارته پروان پر ګردوارې (بزدلانه)برید باید د ټولو له خوا په کلکه وغندل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جېشنکر

هغه ویلي: "موږ ته لومړیتوب د سېکانو او هندوانو خوندیتوب دی او وضعیت له نږدې څارو."

اخوا په تېر جمهوري نظام کې د سنا جرګې غړې انارکلي هنریار په ټوېټر باندې څو بیانونه ورکړي او په یوه کې یې د هغه سېک عکس خپور کړی چې د راپورونو له مخې په ننني برید کې وژل شوی.

انارکلي هنریار

هغې لیکلي: "موږ ولې باید د پېچلو سیاستونو ښکار شو. اغلې انارکلي پاکستان تورن کړی چې د دې برید تر شا لاس لري او ادعا یې کړې چې لرې نه ده پاکستان او ملاتړي یې دا برید کړی وي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه اعلامیه کې د سېکانو په عبادتځای برید غندلی او په افغانستان کې یې مذهبي لږکیو ته په متوجه ګواښونو اندېښنه ښودلې.

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامدکرزي هم د کابل په کارته پروان عبادتځای باندې برید په کلکه غندلی او ټينګار یې کړی چې د دایمي سولې او ثبات د راتلو لپاره د ملي مبحث/ګفتمان پر پیل ټینګار کوي.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان یوه بل سیاستوال د ملي مصالحې د منحل شوې شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې د سیکانو پر عبادتځای (ناځوانمردانه) برید په کلکه غندي.

عبدالله عبدالله

هغه زیاته کړې: "په دې سختو حالاتو کې د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم."

د کابل د شنبې ورځې د برید په اړه هم د پخواني نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په یو لړ ټويټونو کې په عبادتځای د برید د غندلو تر څنګ حقاني شبکه په برید کې ګرمه بللې او ویلي یې دي داسې یوه حال کې چې د ای اس ای ( د پاکستان پوځي استخباراتو ) له ملاتړ برخمن حقاني شبکه په کابل واکمنه ده او د لشکر طیبه او جېش په څېر ډلې ازاده ګرځي د پېښې د منصفانه څېړنې تمه نه شي کیدای.

امرالله صالح

طالبان که څه هم ادعا لري، چې په ټول افغانستان کې یې امن راوستی خو مذهبي لږکۍ په دې وروستیو کې د ګڼو بریدونو شاهدې پاتې شوي.

سېکان هم له دې زیانګالو ټولنو دي چې تېرو کلونو کې په کرار سا نه ده اخیستې.

تر ټولو خونړۍ حمله د کابل په زاړه ښار کې د سېکانو په یوې مرکزي ګردوارې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۵ وشوه چې په کې لږ تر لږه ۲۵ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د هغه برید مسوولیت اخیستی وو خو د تېر نظام واکمنانو د طالبانو حقاني شبکه د بریدونو تر شا یاده کړې وه.