خلک: پاکستاني ځواکونه د سپين بولدک دروازه کې خلکو سره غير انساني چلند کوي

سپين بولدک دروازه

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په وروستیو ورځو کې د بولدک په دروازه کې له افغان مسافرو سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا چلند غیر انساني دى.

دوی وايي اوس مهال په دغه دروازه پاکستان ته د تلونکو افغان کډوالو اوښتل سخت شوي دي ان پاکستاني سرحدي ساتونکي په دې دروازه تلونکو افغان مېرمنو ته سپکاوی کوي.

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې په خپره شوې يوې ویډيو کې یو افغان ښکاري چې پاکستاني سرحدي ځواکونه يې وهي، کشوي او ورسره په چادري کې پوښل شوې افغان مېرمن چېغې وهي.

دغه شان په یوه بله ویډيو کې یو سپین ږیری افغان ژاړی او وايي په سپین بولدک دروازه کې د افغان مېرمنو سره بد چلند کېږي او دوی د پاکستاني پوځيانو له لوري بې عزته کېږي.

خو دا معلومه نه ده چې دا ویډيو ګانې کله ثبت شوې دي.

“داسې بې عزتې ده چې پاکستاني پوځيان له نارینه وو افغان میرمنې جلا کوي او کانټینرونو ته يې ننه‌باسي دغه شان ایف سي والا له مسافرو پیسې اخلي، په زور يې ترې اخلي، ډېر بد حال دی.”

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې، په وروستیو لسو ورځو کې د بولدک په دورازه کې له افغان مسافرو سره د پاکستاني لوري چلند غیر انساني دى.

د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکي نور احمد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې پاکستاني پوځيان ان په بورقه کې نغاړلې افغان مېرمنې پلټي چې د ده په خبره ګوندي نارینه نه وي.

نوموړي وويل: "لسمه ورځ ده چې په دروازه کې ډېر بد حال دی، دا زموږ او ستاسې خويندې او مېندې چې په دې لاره سفر کوي پاکستاني پوځيان يې په بورقه کې په سر لاس تېروې او کمڅۍ يې ګوري چې ايا ته ښځه يې که نارینه."

خلک وايي، دروازه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري له بد چلند سره مخ دي.

دی وايي په وروستیو ورځو کې د قانوني اسناد لرونکو افغان مسافرو په وړاندې ترسره کېدونکی چلند هم د زغم وړ نه دی.

په همدې لاره یو بل تلونکی افغان چې نه غواړي نوم يې په دې راپور کې خپور شي هم ورته خبره کوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې له پاکستاني لوري سره د دغه ستونزو د حل په اړه جدي خبرې وکړي.

نوموړی وايي:

"داسې بې عزتې ده چې پاکستاني پوځيان له نارینه وو افغان مېرمنې جلا کوي او کانټینرونو ته يې ننه‌باسي

دغه شان ایف سي والا له مسافرو پیسې اخلي، په زور يې ترې اخلي، ډېر بد حال دی."

د طالبانو حکومت که څه هم له پاکستان سره په دروازو کې ستونزې مني خو ویاند يې ذبیح الله مجاهد وايي، په دې اړه د خپرو شویو ویډيو ګانو تازه والي نه‌شي تاييدولي.

ښاغلی مجاهد وايي: "دغه وروستۍ ویډیو ګانې زه نه‌شم تاييدولی چې دا د څه وخت دي، خو کله کله په دواړو دروازو کې ستونزې وي، خو پاکستاني لوري سره به وار وار په دې اړیکې نیول شوي دي، چې له افغان مسافرو سره باید چلند سم شي، پاکستاني لوري هم ژمنې کړي دي چې دوی به په دروازو افغان مسافرو ته سهولتونه برابروي."

ښاغلی مجاهد وايي، په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له لوري یوه کمېټه ټاکل شوې چې وخت ناوخت له دروازو لیدنې کوي او له مقابل لورو سره د ستونزو د حل په موخه ناستې کوي.

په ورته کې وخت کې د ننګرهار د تورخم ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وايي که څه هم له دې غاړې اوښتونکې افغان مسافرو سره د پاکستاني لوري چلند ډېر بد نه دى خو د دوی په وینا له هغې غاړې راتلونکي افغانان چې د سفر قانوني اسناد نه لري او یوازې د افغانستان تذکره لري اجازه نه ورکول کېږي چې خپلې خاورې ته واوړي.

تورخم ګېټ

دوی وايي هر افغان د دې کار لپاره اړ دی چې پاکستاني سرحدي ځواکونو ته له شل نیولې تر پنځوس زره پاکستانۍ روپۍ ورکړي.

هڅه مو وکړه چې د دغه ستونزو او ادعاګانو په اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم ولرو خو ونه توانېدو.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې زیات شمېر افغانان له دې هېواده ووتل او لا هم ډېری افغانان هڅه کوي چې د پاکستان او ایران له لارې نورو هېوادونو ته لاړ شي.

خو تلونکي افغانان که څه هم د سفر قانوني اسناد لري خو نه یوازې پر پوله ورسره انساني چلند نه کیږي بلکې هلته د استوګنې پر مهال هم د پولیسو له لوري په یو او بل نوم ترې پیسې اخیستل کېږي.