د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته؛ دوه کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي


سپین بولدک-چمن په لار ټپي شوی کس
سپین بولدک-چمن په لار ټپي شوی کس

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ په جګړه کې د مړو شمېر دوه او د ټپیان شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی .

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف حکیمي وايي جګړه د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه رامنځته شوه, کله چي پاکستانيو ملېشو د سپين بولدک ولسوالۍ د شېرو اوبو په سيمه کې يو ملکي افغان وواژه.

نوموړی وايي, له پېښې وروسته طالب ځواکونو هم پر پاکستانيو ملېشو ډزې کړې او جګړه رامنځته شوې.

حکيمي وايي جګړه پای ته رسېدلې او په پېښه کې يو ملکي افغان وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

نوموړی وایي:" د شېرو اوبو په سیمه کې پاکستاني لوري پر یوه ملکي ټکان کړي وروسته زموږ مجاهدینو مقابل لور ته ټکان کړي، د پاکستاني لوري د تلفاتو معلومات نه لرو، زموږ خواته یو سړی شهید، یو سړی او یوه ښځه ټپیان شوي دي."

په ورته وخت کې د کندهار د میرویس روغتون رئیس ډاکټر نعمت الله شهزاد وايي د جګړې له سیمي دغه روغتون ته دوه مړي او ۲۷ ټپیان ور وړل شوي چې ډېره برخه یې ملکیان دي.

شهزاد وایي:" میرویس روغتون ته د پېښې له ځایه دوه مړي او ۲۷ ټپیان راوړل شوي دی ."

بل خوا د پېښې عیني شاهدان وايي په جګړه زیاته مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتي او ټول ملکي وګړي د پاکستاني پوځیانو د هاوانونو له کبله زخمیان شوي.

د داود شاه او محمود خان په نوم دو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کورنۍ د جګړې کرښي ته نږدې له خپلو کورونو وتلي دي.

د جګړې له امله د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه د مسافرو د هر راز تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

پاکستاني لوري تر اوسه د جګړې او دوی ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي.

XS
SM
MD
LG