تهران او نوي ډيلي افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی

ارشيف

نوي ډیلي او تهران په افغانستان کې د یو ټولګډونه سیاسي سیستم او دولت د جوړېدو په اړتیا ټینګار کړی دی، هغه غوښتنه چې له دې وړاندې په وار وار نورو بېلابېلو هېوادونو هم کړې ده، خو طالبان خپل حکومت ټولګډونه بولي او وايي په اډانه کې يې د ټولو قومونو استازي موجود دي.

په نوي ډیلي کې د ایران او هند بهرنیو چارو وزیرانو په خپله تازه لیدنه کې، د یو سوله ییز، امن او باثباته افغانستان د ملاتړ لپاره د یو ټولشموله سیاسي سیستم پر رامنځته کېدو چې د افغانانو استازيتوب وکړي ټینګار کړی دی.

تازه په نوي ډیلي کې د هندوستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ایس جی شنکر او حسین امیر عبداللهیان ویلي دي، چې له اوسني سخت اقتصادي وضعیته د وتلو لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې داسې سیاسي سیستم رامنځته شي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

په دې اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:"دواړو وزیرانو دغه شان د افغانستان په شمول پر نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې او افغانانو ته یې د عاجلو بشری مرستو پر رسولو او د یوه سوله ییز، امن او با ثباته افغانستان د ملاتړ لپاره د یو ټول ګډونه سیاسي سیستم پر رامنځته کېدو چې د افغانانو استازیتوب وکړي ټینګار وکړ."

په اعلامیه کې راغلي دي، په لیدنه کې د چها بهار بندر د پراخوالي لپاره په ګډ کار هم ټینګار وشو چې د اعلامیې په ټکو د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره مهم بلل کېږي.

ارشيف

که څه هم هند او ایران له تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د دواړو هېوادونو چارواکي وخت نا وخت کابل ته سفر کوي او له طالب چارواکو سره ګوري.

نږدې یوه اوونۍ وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي کابل ته سفر وکړ او د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبره له طالب چارواکو سره يې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو او د دغه مرستو په شفافیت خبرې وکړې.

مخکې بیا ایراني چارواکو هم افغانستان ته سفرونه کړي دي او دغه شان طالب چارواکي هم ایران ته تللي دي.

ایران او هندوستان له دې وړاندې هم په افغانسان کې د یو ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

د نړیوالو له لوري په افغانستان کې د دغه ډول یو حکومت جوړول له هغه شرایطو یو دی چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره وړاندې شوی دی.

خو طالبان خپل حکومت ټولګډونه بولي او وايي په اډانه کې يې د ټولو قومونو استازي موجود دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډيو ته وویل: "اوسنی حکومت ټولګډونه دی، د ټولو قومونو استازي په‌کې شته او اسلامي امارت په دې اړه نورې هڅې هم کوي چې لا يې تقویه او تکمیل کړي او دا چې له افغانانو سره د مرستې په اړه خبرې شوي دا د هرکلي وړ دي، د چابهار په ګډون باید ټول کوریډورونه چې له افغانانو سره د مرستې په هدف اسانتیاوې رامنځته کوي پرانستل شي، دا یو ښه پرمختګ دی موږ يې هرکلی کوو."

طالبانو له دې وړاندې هم خپل حکومت ټولګډونه بللی وو خو ویلي وو چې، د ټولګډونه حکومت په نوم، به پخوانیو چارواکو ته په واک کې ونډه ورنه‌کړي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نژدې لس میاشتې په پوره کېدو دي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلې.