امیرخان متقي: طالبان له هېڅ ګاونډي هېواد سره ستونزه نه لري

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د دوی اداره له هېڅ ګاونډي هېواد سره کومه ستونزه نه لري.

امیر خان متقي دا څرګندونې پرون په کابل کې یوې غونډې ته وکړې.

هغه وویل: «له ټولې نړۍ سره مو بهترین متوازن سیاست پرمخ بوت. نن له یوه ګاونډي سره هېڅ ډول ستونزه نه لرو. نن شېرخان بندر هم ازاد دی. حیرتان، تورغونډۍ، اسلام کلا، سپین بولدک او تورخم هم ازاد دي، له ټولو سره حسنه روابط لرو.»

متقي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغانستان د طالبانو پر بیا واکمنېدو ۹ نیمې میاشتې اوړي، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.