له نورستان وروسته د کونړ ځنګلونو هم اور اخيستى

آرشیف

د کونړ د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ ځنګلونو کې اور لګېدلی.

د افغانستان طبیعي شتمني، د اور په لمبو کې!

لا د نورستان پر ځنګلونو د لګېدلي اور لمبې سړې نه‌دي چې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ په دوو سیمو کې ځنګل اور اخستی.

د دې ولایت د اطلاعاتو و فرهنګ رییس نجیب‌الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، لومړی ځل اور وړمه ورځ د دیګل په سیمه کې ولګېد، خو د سیمې خلکو یې د پراخېدو مخه ونیوله او خاموش یې کړ.

ښاغلی حنیف زیاتوي، دوهمه اورلګېدنه د لوی خوړ په سیمه کې شوې چې اوس هم بلېږي.

هغه وویل: "دلته اور هم دي، خلک کوښښ کوي چې مخه یې ونیسي او مړ یې کړي."

خو حنیف و نه ویل، چې اور د ځنګله څومره ساحه سېځلې او که یې مخه و نه نیول شي، د څومره سیمې د سوځېدو ګواښ شته.

دا هم روښانه نه ده، چې د دې اور لمن له نورستانه راغځېدلې او که بل کوم لامل لري.

خو له تېرو نږدې لس ورځو راهیسې د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د نښترو او ځنغوزیو ډک ځنګلونه د اور سرو لمبو وسېځل.

په دې اړه نور: د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدنې نهمه ورځ؛ خلک او طالبان يې په کابو کېدو کې پاتې راغلي

سیمه کې اوسېدونکو ازادي راډیو ته نن وویل، که څه اوسمهال اور مړ شوی، خو د سکروټو او تودوخې له امله یې د بیا لګېدو احتمال او ګواښ ډېر دی.

د سیمې یو اوسېدونکي صاحب خان همدرد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اور د مهار لپاره ډېر شمېر شنې ونې وهل شوي، څو د پراخېدو مخه یې ونیول شي.

همدرد زیاته کړه: "خو دلته سکروټې لا هم شته او خطرات موجود دي. احتمال د دې شته چې بیا سرایت وکړي. ولې د اوس هغه کوم سرعت یې چې و، هغه کنټرول شوی دی."

هغه تصویرونه چې د سپوږمکۍ له لارې اخستل شوي ښيي چې د نورستان د نورګرام د ځنګل یوه ډېره برخه سوځېدلې.

د نورستان په ځنګلونو کې له تېرو ۹ ورځو راهیسې اور بل و، خو طالب چارواکو ایله تېره ورځ له چین د دې اور د کابو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

ځايي چارواکو دا خبرداری هم ورکړی و، که د نورګرام د نښترو او ځنغوزیو له ونو په ډک ځنګل کې لګېدلی اور مړ نه‌شي، د کونړ او لغمان ځنګلونه به هم وسیځي.