د اروپایي ټولنې مشران د اوکراین ملاتړ لپاره دوه ورځنۍ غونډه جوړوي

د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

د اروپایي ټولنې مشران د اوکراین د ملاتړ لپاره دوه ورځنۍ غونډه جوړوي.

د اروپایي ټولنې مشران نن دوشنبه د اوکراین پر وضعیت دوه ورځنۍ غونډه داسې مهال پيلوي چې د جرمني د اقتصاد وزیر د دغې ټولنې پر نه یووالي اندېښنه ښودلې ده.

رابرت هابک ویلي، د اروپایي ټولنې د یووالي ټوټه کېدل په پیلېدو دي.

دا اندېښنه داسې مهال راپورته کېږي چې پرون یکشنبه د اروپایي ټولنې سفیران د اروپایي کمېسیون پر هغه وړاندیز سلا نه شول چې ویلي یې دي، له روسیې دې اروپا ته په نللیکه کې د نفتو انتقال له بندیزونو استثنا شي.

دغه کمېسیون پخوا ویلي و، چې اروپا ته دې د روسیې د خامو نفتو لېږد په شپږو میاشتو کې بند شي، خو هنګري د دغې پرېکړې مخالفت کړی دی.

اروپایي مشران به د بروکسل په غونډه کې د اوکراین د پوځي او مالي ملاتړ ژمنې تکرار کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي هم د غونډې په لومړۍ ورځ د ویډیو کانفرانس له لارې ګډونوالو ته وینا کوي او ټاکل شوې چې نوموړی له اروپایي ټولنې وغواړي چې پر مسکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره نوي بندیزونه ولګوي.

تمه ده، چې اروپایي مشران په خپلو بحثونو کې په هغه وړاندیز هم خبرې وکړي چې له مخې یې په ۵ کلونو کې د روسیې د تېلو صادرات بندېږي.

بل لورته روسي ځواکونو د اوکراین د ختیځ دونباس سیمې پر دوو ښارونو لوهانسک او دونیتڅک او دغه راز شمالي څنګ لورې سیمه خارکیف کې خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د جګړې له پيل راهیسې پرون د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد دوهم لوی ښار خارکیف ته ولاړ.

د اوکراین ولسمشر په خارکیف کې خپلو سرتېرو سره د خبرو پرمهال

خارکیف ته د زیلنسکي له سفره وروسته پر دغه ښار روسي پوځیانو بمباري هم وکړه.

اوکراین ویلي، ځواکونه یې د دغه هېواد ختیځ کې پر دفاع اخته دي، خو په خبره یې وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د اوکراین ولسمشر ویلي، د ختیځ سیویرو دونیتڅک ښار ۹۰ سلنه ودانۍ نړیدلي او دوه پر دریمه برخه استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا اوکراین کې د خپلې جګړې دفاع کړې او ویلي یې دي، د دونباس سیمې خپلواکي، د دوی "بې قید او شرطه لومړیتوب" دی.