زیلینسکي: له خپلو متحدانو د وسلو ترلاسه کولو ته سترګې په لاره یوو

اوکرایني سرتېري

د اوکراین ولسمشر هیله څرګنده کړې، چې لویدیځ متحدان به د ده هېواد ته د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره د اړتیا وړ وسلې برابرې کړي.

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا ناوخته په خپله ویډیويي وینا کې وویل، چې دی په روانو اوونۍ کې د اوکراین له متحدو هېوادونو څخه د اړتیا وړ وسلو د ترلاسه کولو زیري ته سترګې په لاره دی.

زیلینسکي نور جزییات ورنه کړل خو ویې ویل، چې په دونباس سیمه کې وضعیت پېچلی دی.

هغه زیاته کړه، چې د سیویرو دونېڅک او لیسيچانسک په ګډون په ځینو سیمو کې د روسي ځواکونو پر وړاندې مقاومت روان دی.

دا د لوهانسک سیمې وروستۍ دوه ښارونه دي چې لاهم اوکراین ولکه پرې لري.

زیلینسکي وویل، د دونباس حالات کړکېچن دي خو ده د هغو خلکو مننه وکړه، چې اوس هم هلته د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت کوي او زیاته یې کړه، اوکراین هغه پړاو ته د رسېدو په حال کې دی چې هم د ټکنالوژۍ او هم د برید د وړتیاوو په برخو کې له روسیې مخکې شي.

د زیلینسکي له دې څرګندونو مخکې د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف پرون وویل، اوکراین ته د کشتیو ضد هارپون توغنديو چې ډنمارک یې ژمنه کړې وه او د امریکا د مرستو د هاوانونو لومړۍ جوپې رسېدلې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د راپورونو له مخې روسي ځواکونو په وروستیو څو ورځو کې په لوهانسک او دونېڅک سیمو کې یولړ پرمختګونه کړي دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز نن پر خپله فېسبوکپاڼه یوه بیان کې ویلي، چې پر سیویرو دونېڅک ښار د ولکې لپاره د روسي ځواکونو د پرونیو حملو پر وړاندې مقاومت لاهم روان دی.

په بیان کې راغلي دي چې د روسیې توپچي ځواک د لیسيچانسک ښار پر ځینو برخو په دې هدف د توپونو ډزې کوي، چې پرمختګ وکړي او اوکرایني ځواکونه کلابند کړي.

د اکرایني پولیسو ویلي، چې هلته د پام وړ ورانی شوی دی.

د بریتانیا دفاع وزارت د خپلو ورځنیو استخباراتي راپورونو په لړۍ کې پرون وویل، چې که روسي ځواکونه د دې سیمو په نیولو بریالي شي نو ښايي مسکو دې بریا ته د یوې مهمې لاسته راوړنې په سترګه وګوري او د روسیې خلکو ته یې پر اوکراین د یرغل د توجېه په توګه وړاندې کړي.