د کندهار کروندګر د غنمو له حاصلاتو خوښ نه دي

ارشیف

په سویلې ولایتونو کې د غنمو لو یا رېبل شروع شوي خو کروندګر يې له حاصلاتو خوښ نه دي.

د کندهار د کرنې اداره وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۶۷ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي چې د تېر کال په پرتله د غنمو کښتونو کې زياتوالی ښيي.

خو کروندګر وایي، کښتونه یې زيات د اوبو د کمښت او ناروغيو سره مخ وو، چې له امله به يې حاصلات کم وي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د غنمو بیې لوړي شوي دي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

غنمو په اړه د کندهار راپور