د هند ملي امنيت سلاکار: افغانستان کې له امريکا پاتې شوې وسله د تروريستانو لاس ته ورغلې

ارشيف

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې له امریکا څخه زیاته پاتې شوې وسله د تروریستانو لاس ته لوېدلې چې دا ګاونډیو هېوادونو ته خطر پېښوي.

دوفل دا خبره په دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره په کتنه کې وکړه.

دوفل د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

ده په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدا کلیدي ننګونه وبلله.