د ملګرو ملتونو امنيت شورا: طالبان دې پر ښځو او نجونو له محدوديت لاس واخلي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي دي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د محدودولو له پالیسیو لاس واخلي.

په هغه بیان کې چې پرون د امنیت شورا د واړه پنځلسو غړو هېوادونو له خوا تصویب شو، د هغو محدودیتونو له کبله چې طالبانو د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې د هغوی پر بامفهومه او انډول ګډون لګولي دي، ژوره اندېښنه څرګنده شوه.

په وروستي ګام کې طالبانو پر ښځينه وياندويانو د مخ پټولو امر وکړ.

امنیت شورا ټینګار کړی چې دا محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له توقعاتو او هغو ژمنو سره په ټکر کې دي چې طالبانو د افغانستان له خلکو سره کړې وې.

د امنیت شورا بیان له طالبانو غواړي چې له خپلو پالیسیو په شا شي او د دې شورا پر هغه مخکینۍ غوښتنه یې یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبان باید ټولو نجونو ته د ښوونځيو د پرانیستو په برخه کې پر خپلو ژمنو له نور ځنډ پرته عمل وکړي.

د افغانستان د ګاونډي هېواد چین، متحدو ایالتونو او روسیې په ګډون د امنیت شورا ټولو غړو د بېګاني بیان ملاتړ وکړ.

په دې اړه نور: د طالبانو په واکمنېدو سره ولې ډېر محدودیتونه پر ښځو او خبريالانو لګېږي؟

په بیان کې همدا راز په افغانستان کې د روان وضعیت، په ځانګړي ډول د ټول هېواد په کچه پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د پرله پسې تروریستي حملو او همدا راز د مخدرو موادو د کر او قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

امنیت شورا د افغانستان د روان ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت د پای ته رسولو لپاره د بشري هڅو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده.