ننګرهار کې له حده زیات د وزن لېږد سړکونه د له منځه تلو ګواښ سره مخ کړي

د کابل - تورخم لويه لار

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په لویو باروړونکو لاریو کې د ناقانونه وزنونو انتقال سړکونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د کابل- جلال اباد او جلال اباد- تورخم لویې لارې چې د هېواد له سترو ټرانزیټي لارو ګڼل کېږي، ځای ځای کندې کپر شوي چې ننګرهاریان یې عاملان د لویو موټرو هغه چلوونکي یادوي چې په خپلو موټرو کې له حده زیات بارونه انتقالوي.

د ننګرهار د اوسېدونکو په باور، که ځایي مسوولان د موټرو لپاره د معیاري وزن معلومولو او کنټرولولو ته پاملرنه ونه کړي نو اندېښمن دي چې ژر به یې د سړکونه پاتې برخې هم ویجاړې او بیا به یې د رغولو توان ونه لري.

ذاهد شاه چې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکى دى، له ځایي طالب چارواکو په دې برخه کې له سرغړوونکو سره جدي او قانوني عمل غواړي.

هغه وویل: "موټرچلوونکي چې څومره وزن باروي، باروي یې، نه سړک ته ګوري او نه حکومت ته، دا د ټولو لپاره یو لوی تاوان دی، که تاسې فکر کړی وي نو دا سړک لږ مخکې ډېر شلېدلی دی، ځينې برخې یې داسې تللې دي او ځینې یې داسې، نو ټن پسې نه ګرځې یواځې خپل مالونه باروي."

جمال چې د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکى وویل:" نو زیات همدا غټ موټر دي چې له خپل اصلي وزن څخه زیات مالونه په دې سړکونو وړي، نو که دا وران شي نو بیا داسې څوک نه شته دا سړکونه را ورغوي، نیم جوړ دي او نیم وران دي، له دې هېڅ سمه استفاده نه شي کېدای."

په ننګرهار کې په لویو باروړونکو لاریو کې له اندازې زیاتو مالونو او د لویو لارو د ویجاړۍ په تړاو اندېښنې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې هم په وار وار له دغې ستونزې شکایت کېده خو له ژمنو سره سره لا هم ستونزه په خپل ځای هماغسې ستونزه پاتې ده.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی سمېع الله ازادي راډيو ته وايي، چې په تېرو وختونو کې یې هم د فساد، ناغېړۍ او د موټر چلوونکو سرغړونو او خپلسریو له کبله خپلې اندېښنې شریکولی خو په وینا یې، غږ یې نه اورېدل کېده.

دی هم له موجوده چارواکو غواړي، باید اوس ورته په جدیت کار وشي څو سړکونه د لمنځه تګ له وضعیته وژغورل شي.

هغه زیاته کړه: "دا وړې باروړونکې موټرې هم د ټېلرو مالونه باروي، ټېلر موټر چې کوم مال په ۵زره وړي دوی یې په ۴ زره وړي، نو باید دا حکومت وزنونه راسم او کنټرول کړي."

اخوا د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست هم د دغې ستونزې په درکولو سره وايي، چې په دې اړه یې پاملرنه زیاته او هېڅ چاته به له خپلې ټاکلې اندازې د ډېر بار انتقال اجازه ورنه کړل شي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو رئیس مولوي یارمحمد وایي، چې دوی همدې ستونزې ته په کتو د جلال اباد- کابل پر لاره په د کابل کېمپ سیمه کې د وزن معلومولو یوه تازه تله جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارلې چې په خبره یې، له یوې خوا به ورسره د فساد او بل لوري ته د سړکونو د ویجاړۍ مخه نیول شوي وي.

هغه وویل: "مونږ د همدې لپاره دلته یوې نوې ترازو فعاله کړې، چې دلته په دې لارو ډېر درانه باروړونکي موټر ځي، نو په دې تړاو زمونږ لایحه معلومه ده، مونږ موټر چلوونکو ته سپارلې ده، ټرانسپورټیانو ته مو هم لایحه ورکړې، وزن د اېکسل په اندازه دی، څومره چې د موټر اېکسل وي نو همدومره وزن وړی شي او زیان وزنونه به یې ترې ګرځوو."

کابل-جلال اباد او جلال اباد- تورخم لارې د هېواد له هغو سترو ټرانزيټي لارو دي چې په ورځني ډول پرې پر وړو موټرو سربېره، سلګونه لویې باروړونکې لارۍ موټرې تګ راتګ کوي چې د ننګرهاریانو په خبره، ډېری یې له اصلي وزنه ډېر وزنونه انتقالوي.

د کابل- جلال اباد او جلال اباد- تورخم لویې لارې چې د هېواد له سترو ټرانزیټي لارو ګڼل کېږي، ځای ځای کندې کپر شوي چې ننګرهاریان یې عاملان د لویو موټرو هغه چلوونکي یادوي چې په خپلو موټرو کې له حده زیات بارونه انتقالوي.