د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په څېړنه بوخت دي

له کله چې روسیې د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل پیل کړی، اوکراین روسي ځواکونه په جنګي جنایتونو تورن کړي او ویلي یې دي تر اوسه یې څه باندې لس زره احتمالي جنګي جنایتونه تثبیت کړي دي.

د اروپايي ټولنې د عدالت کمېشنر وايي، د دې ټولنې ۱۱ غړي هېوادونه په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په څېړنه بوخت دي.

د اروپايي ټولنې د عدالت کمېشنر دیدییه ریندر ژمنه وکړه، چې په اوکراین کې به د جنګي جنایتونو ادعاوې له قانون سره سمې وڅېړل شي.

ده ویلي، پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل پر مهال شوي جنایتونه به بې مجازاته نه پاتېږي.

د اروپايي ټولنې د عدالت کمېشنر دیدییه ریندر

دیدییه ریندر پرون شنبه د ایټالیا لا سټامپا ورځپاڼې ته وویل، د اروپايي ټولنې ۱۱ غړي هېوادونه په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په څېړنه بوخت دي اوتر اوسه ۶۰۰ مشکوک کسان پېژندل شوي دي.

د اروپايي ټولنې دغه چارواکي زیاته کړه، په اوکراین او نورو اروپايي هېوادونو کې د هغو کسانو د شاهدۍ ورکولو پر اساس څېړنې روانې دي، چې له جګړو تښتېدلي دي.

له کله چې روسیې د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل پیل کړی، اوکراین روسي ځواکونه په جنګي جنایتونو تورن کړي او ویلي یې دي تر اوسه یې څه باندې لس زره احتمالي جنګي جنایتونه تثبیت کړي دي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي وویل، په اوکراین کې د روسیې جګړه یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې ښه حلېدی شي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي

زلینسکي په کییف کې د ملي ټلویزیون شبکو ته په مرکه کې وویل، د روسیې په وړاندې د جګړې بریا ممکنه ده خو دا کار به سخت وي:

هغه زیاته کړه: "بریا به سخته وي، خو له وینې تویېدنې او جګړې سره به مله وي، خو د جګړې پای په ډیپلوماسۍ ممکن دی. زه پوره باوري یم. ځینې شیان شته چې د مذاکرو له مېز پرته یې نه شو ختمولی. همداسې ده، موږ غواړو ووینو چې هرڅه عادي حالت ته راګرځي، خو روسیه نه غواړي څه بېرته ستون کړي."

د اوکراین ولسمشر دغه څرګندونې داسې وخت کوي، چې د اوکراین پوځ وايي، د خارکیف ښار په شا و خوا کې یې ځینې سیمې له روسي ځواکونو بېرته نیولي دي.

خو روسیه وايي، چې د اوکراین پر دونباس سیمه د ولکې بیاټینګولو ته نږدې شوې او د مهم بندري ښار ماریوپول د فولادو پر فابریکه په پوځي عملیاتو کې یې د بریا ادعا کړې ده.