د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

روسي پوځیانو د پولنډ پولې ته نږدې د اوکراین پر یوې پوځي اډې هوایي برید کړی


اوکراین
اوکراین

روسي پوځیانو د اوکراین په لوېدیځ کې د پولنډ پولې ته نږدې پر یاوریف پوځي اډه بمباري کړې چېرته چې د اوکرایني چارواکو په خبره د سوله ساتنې او امنیت نړیوال مرکز هم و. په ننني هوایي برید کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاوریف په نوم د اوکراین دغې پوځي اډې باندې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۳۰ توغندي وار شوي چې یو شمېر یې هدف ته له رسېدو مخکې شنډ شوي دي.

دا پوځي اډه د پولنډ له پولې سره په نږدې ۲۵ کیلومتري واټن کې پرته ده او په خبره‌یې د شوي برید جزئیات به د ورځې په ترڅ کې خپاره کړي.

د اوکراین په لوېدیځ کې د ایوانو-فرنکیوفسک ښاروال ویلي، د دغه ښار پر هوایي ډګر هم بمبار شوی دی.

پر دې سربیره نن روسي ځواکونو په خیرنیهیف (Chernihiv) سیمه کې هغه ودانۍ یې په نښه کړه چې څو اپارتمانونه په‌کې و. دې برید کې د یوه کس د وژلو او ۷ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې که روسي ځواکونه د پلازمېنې کیف د نیولو هڅه وکړي، له مرګونو عواقبو سره به مخامخ شي.

د پولنډ ولسمشر اندري دودا
د پولنډ ولسمشر اندري دودا

بل لور ته د پولنډ ولسمشر اندري دودا (Andrzej Duda ) ویلي، که روسیه په اوکراین کې کیمیاوي وسلې وکاروي، دا به اوسنۍ لوبه بدله او ناټو به‌یې په زغرده په ځواب ویلو غور وکړي.

دودا له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د پراخ وراني هر ډول وسله وکاروي، اوسنۍ لوبه ورسره بدلېدای شي.

تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي و، روسیه ممکن اوکراین کې کیمیاوي وسلې وکاروي او په خبره‌یې دا اقدام به جنګي جنایت وي.

بل لور ته راپورونه وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اروپایي مشرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د جګړې پای ته رسولو ته لېوالتیا نه‌ده ښودلې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

په دغې درې اړخیزه مکالمه کې چې پرون شنبه ترسره شوه، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز له ولادیمیر پوتین نه په زغرده وغوښتل چې جګړه ودروي او په بيړني اوربند سلا وکړي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، پوتین د هغې جګړې پای ته رسېدو ته لېوالتیا ونه‌ښوده چې ترڅ کې یې د دوی په ټکو که زرګونه نه‌وي، نو سلګونه کسان وژل شوي دي.

د فرانسې د ولسمشر دفتر زیاته کړې چې دې خبرو کې مکرون پوتین د هغه څه لپاره په دروغ ویلو تورن کړی چې ادعا یې کړې، د اوکراین پوځیانو بشري سرغړونې کړې دي.

د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روسي ځواکونو د هوا او ځمکې له لارې پر اوکراین بریدونه پيل کړي چې ترڅ کې یې پر پوځي تأسیساتو سربېره ملکي سیمې نړېدلي او ملکیانو ته ډېر زیان اوښتی دی.

دا مهال تر ټولو توده جګړه د اوکراین د ختیځ په ماریپول بندري ښار کې روانه ده، دغه ښار کې پر یوه روغتون د روسي ځواکونو بمباري خلک روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم د فرانسې او جرمني له مشرانو سره جلا خبرې کړي او بحثونه‌یې له مسکو سره د سولې پر لارو چارو متمرکز وو.

زلنسکي ویلي، روسي ځواکونو په اوکراین کې ډېر تلفات ورکړي او اوس‌یې تازه دمه ځواکونه اوکراین ته لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG