سپینه ماڼۍ: د دوحې تړون طالبان پیاوړي کړل

د دوحې موافقه چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د طالبانو د استازي ملابرادر او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد له لوري لاسلیک شوه.

سپینې ماڼۍ پرون وویل، د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د طالبانو د ځواکمنېدو سبب شوی و.

سپینه ماڼۍ د دوحې موافقه چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه، د طالبانو د ځواکمنېدو سبب بولي.

د سپینې ماڼۍ د پروني بیان له مخې اوسني ولسمشر جو بایډن ته د سولې داسې موافقه په میراث پاتې وه طالبان یې پیاوړي خو د افغانستان په تېر حکومت کې یې د امریکا متحدان کمزوري کړي وو.

پرون شنبه تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار په ځینو ټویټونو کې وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکو کې ډېره بې باوري رامنځته کړې وه.

د سیګار په حواله د موافقې زیاتې برخې پټې وې چې ګومان کېږي د طالبانو او واشنګټن ترمنځ ډېرې پټې لیکلې او شفاهي هوکړې په کې وې.

سیګار وايي، هڅه یې وکړه، د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د دوحې له تړون سره د ملو شویو ضمیمو یوه کاپي ترلاسه کړي، خو دا غوښتنه یې عملي نه شوه.

امریکا د دوحې موافقې له مخې ژمنه کړې وه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي او طالبانو هم منلې وه، چې د القاعدې په ګډون به له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

تر دغه تړون وروسته د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر پر ۱۲مه بین الافغاني مذاکرې پیل شوې، چې میاشتې- میاشتې یې دوام وکړ.

فوزیه کوفي زیاته موده د تېر حکومت د مذاکراتي هیئت یوه غړې وه، چې وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ له زیاتو تړونونو د تېر حکومت سیاسي مشرتابه بې خبره ساتل شوی و.

فوزیه کوفي

کوفي وویل: "د دې تر څنګ چې ضمایم پټ وو او د افغانستان له سیاسي مشرتابه سره هېڅکله شریک نه کړای شول. د موافقې دوه لوري طالبان او امریکا وو، د افغانستان سیاسي ټولنه، د افغانستان حکومت او نور جوړښتونه په کې شریک نه وو، چې د مورال د کمزورۍ سبب شو. د دې موافقې په یوه ځای کې هم د بشري حقونو او ښځو حقونو یادونه نه ده شوې. دا هرڅه له هغو کړنو او شعارونو سره په ټکر کې وو، چې ډېرو کسانو امریکا له ادرسه ورکول. کله چې په عمل، اجرااتو او وینا کې تناقض ولیدل شو، نه یوازې زموږ د امنیتي ځواکونو د مورال د کمزورۍ، بلکې د بېباورۍ سبب شو."

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.