طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او ستنولو کمېسیون لایحه اعلان کړه

د طالبانو له لوري افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوى د ستنولو کمېسیون

د طالبانو حکومت افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د ستنولو کمېسیون خپله لایحه اعلان کړه.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو کمېسیون نن شنبه د مې میاشتې په ۲۱ خپله پنځلس ماده ییزه لایحه اعلان کړه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند او د ملي راډیو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق د دې لایحې د لوستلو پر مهال وویل، چې چې ټول راستنېدونکو سیاسي او پوځي افغان شخصیتونو د امنیت د ټینګښت تر څنګ هغوی ته ځینې امتیازات هم ورکول کېږي.

هغه وویل: "راتلونکو کسانو ته د اطمینان لیک ورکول، د راستنېدونکو سیاسي او نظامي مخورو لپاره د استوګنې موقت ځای برابرول همدارنګه که راستنېدونکي کسان امنیتي اندېښنې ولري د کمېسیون د لزوم دید بر بنسټ به هغوی د استخباراتو په چوکاټ کې ساتونکي هم ورکړي."

په دې ۱۵ ماده ییزه لایحه کې د نورو بېلابېلو مواردو تر څنګ دا هم راغلي، چې که څوک راستانه شویو کسانو ته ستونزې جوړوي له متخلفینو سره به د دوی له لوري قانوني چلند کېږي.

دغه شان دا هم په کې راغلي، چې راستانه شوي کسان کولای شي په خصوصي سکټور کې کار وکړي.

د دې لایحې په پای کې د یاد کمېسیون سره د تماس شمېرې هم اعلان شوې چې دا افغانان کولای شي هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره له دغو چارواکو سره په تماس کې شي.

د دغه کمېسیون مشر او د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور هېواد ته د افغان شخصیتونو تر بېرته ستنېدو او هغوی د ارام ژوند تر برابرولو وروسته دا چې ایا د سیاسي فعالیت اجازه وشي؟ په دې اړه یې وویل: "دا څلور لسیزې افغانانو د دې غوښتنه کوله چې دلته ملي حاکمیت، سرتاسري امنیت او سوله راشي اوس دا راغلې، سیاستوال او دا شخصیتونه باید اوس د نظام د تقویت لپاره کار وکړي، خو کله چې دوی راستانه شي، لومړی یې د سرو مال او عزت امنیت تامین شي وروسته به یې د سیاسي فعالیت په هم فکر وشي."

د یادونې وړ ده، چې د دې کمېسیون په ترکیب کې د طالبانو د حکومت د کانونو پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه، د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي، د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت، انس حقاني، عبدالرحمن منصور او ضیاءالرحمن مدني شامل دي.

طالبان داسې مهال د کمېسیون لایحه خپره کړه او د هڅو خبره کوي چې له دې وړاندې د بشري حقونو نړیوال سازمان په یو راپور کې ويلي، چې شاوخوا پنځه سوه پخواني پوځیان د طالبانو بندیان، وژل او یا هم لادرکه شوي دي.

په دې اړه نور: د تېرنظام د سرتېرو تري تم کېدل او وژل کېدل د ۲۲ هېوادونو اندېښنې پارولي

همدارنګه په کور دننه وخت ناوخت د یو شمېر پخوانیو پوځیانو او سیاسي فعالینو د نیول کېدو، بندي کېدو او شکنجو ویډیو ګانې او راپورونه هم خپاره شوي دي.

تر دې وړاندې د تېر جمهوري نظام ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو د دې کمېسیون له جوړېدو هر کلی کړی او بېلابېلې تبصرې پرې کړي دي.

که څه هم تر دې دمه د طالبانو حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نورو شرایطو تر څنګ یو یې د ټولګډونه حکومت جوړول دي.