احمدزی: د برېښنايي بانکدارۍ نشتون د افغاني بانکنوټونو د زړښت اصلي لامل دی

د پوهنتون له استاد او د اقتصادي چارو شنونکی دوست محمد احمدزی

د افغانستان په بازارونو کې د افغانۍ زاړه بانکنوټونه بیا زیات شوي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د څارونکو په باور که دا ستونزه حل نه شي د پیسو له دایروي جریانه د افغانۍ د وتلو او پرځای یې دې جریان ته نورو اسعارو د ننوتو خطر پېښولای شي.

پیسې ولې زړېږي، د پیسو د زړېدو زیانونه کوم دي او آیا د طالبانو حکومت د نویو پیسو د چاپولو امکانات لري؟

احمدتکل د پوهنتون له استاد او د اقتصادي چارو له شنونکي دوست محمد احمدزی سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې پیسې ولې او څنګه زړېږي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د دوست محمد احمدزي مرکه