طالبان په میدان ښار کې صنعتي پارک جوړوي

آرشیف: ميدان ښار

د طالبانو حکومت د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د یوه لوی صنعتي پارک د جوړولو د پلان خبر ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، دا صنعتي پارک د میدان ښار اړوند په کوتل تخت سیمه کې جوړېږي.

هغه وايي: "د میدان وردګو صنعتي پارک د دې ولایت د مرکز په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې په کوتل تخت سیمه کې د قرُغ غره په استقامت کې پام کې دی. انشاءالله په روانه هفته کې به یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرانېزي."

ښاغلي زهیر زیاته کړه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې صنعتي پارک ۶ نومرې پخوا او ۲۰ اوس وېشلي او ۱۳ نوي غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړي دي.