کاناډا: د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته يې زرګونه خلک له افغانستان ايستلي

د يوه ډله افغانانو انځور چې کاناډا ته تللي

د کاناډا د کډوالو وزیر ویلي دمګړۍ د هغو افغانانو شمېر نږدې ۱۲ نیم زرو ته رسېدلی چې دوی د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته له افغانستانه کاناډا ته لیږدولي.

شان فریزر په دې اړه په یوه ټوېټ کې ویلي چې وروستۍ ډله ۳۳۶ افغانان د شنبې په ورځ له پاکستانه کاناډا ته ولېږدول شول.

ښاغلي فریزر ویلي چې دغو کسانو په افغانستان کې د کاناډا له ماموریت سره اوږه په اوږه کار کړی او دی یې ستاینه کوي.

د کاناډا د کډوالو وزیر ویلي د هغو افغانانو د را ایستلو لپاره هوډ لري چې له کاناډا سره یې کار کړی دی.