اوکراين: له ماريوپول ښار لسګونه کلابند ملکيان ايستل شوي

انځور: اوکراين ماريوپول ښار

لسګونه ملکي وګړي چې د اوکراین له ماریوپول ښار څخه ایستل شوي دي، نن د دې هېواد زاپوروژیا ښار ته ورسېدل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي د سلو په شاوخوا کې ملکي وګړي چې له کلابند شوي ماریوپول ښار څخه ایستل شوي دي نن زاپوروژیا ښار ته ورسېدل خو سلګونه نور لاهم د بندري ښار آزوف د فولاد د تولید په فابریکه کې، ترځمکې لاندې پټنځایونو کې پاتې دي.

زیلینسکي پر ټویټر په یوه بیان کې د دې بریالیو عملیاتو ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې اوس به له ملګرو ملتونو سره په ګډه په دې فابریکه کې د پاتې نورو ملکیانو د ایستلو لپاره هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو ویاند ساویانو ابریو Saviano Abreu پرون وویل چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یا ICRC په مرسته او د اوکراین او روسيې له چارواکو سره په همغږۍ کې د آزوفسټال د فولادو د تولید له فابریکې د خلکو د ایستلو هڅو نتیجه ورکړه.

د روسیې دفاع وزارت د ژغورل شویو کسانو شمېر اتیا ښودلی او ویلي یې دي، هغه کسان چې غوښتل یې د اوکراین د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ شي، د ملګرو ملتونو او سره صلیب استازو ته وسپارل شول.

د اوکراین د ملي ګارد یوه چارواکي پرون ملي ټلویزیون ته وویل، له دې فابریکې د ټولو ملکي وګړو د ایستو لپاره لږ تر لږه دوو نورو عملیاتو ته هم اړتیا شته.

په دې فابریکه کې سلګونه ملکیان چې ډېری ښځې او ماشومان دي، په کلابندو پټنځایونو کې پاتې دي.

اوکرایني چارواکي وايي، د دې ماشومانو شمېر لسګونو ته رسېږي.

د ماریوپول، ستراتیژیک اهمیت چې کریميا ټاپووزمې ته نژدې پروت دی دا ښار د روسیې د بېرحمانه بمباریو په یو مهم هدف بدل کړی دی.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا چې د اوکراین خاوره وه د خپل قلمرو ضمیمه کړه.

اټکل کېږي چې نژدې سل زره کسان لا هم په ماریوپول ښار کې او د دوه زرو په شاوخوا اوکرایني جنګیالي د آزوفسټال فابریکې په پراخه ساحه کې تر ځمکې لاندې پټنځایونو کې بند پاتې دي.

دا د ماریوپول یوازینۍ سیمه ده چې تر اوسه هم روسي ځواکونو نه ده نیولې.

دې جنګیالیو د شنبې په ورځ پر ټولنیزو شبکو په یوه ویډیو کې وویل چې اوبه، خواړه او نور د اړتیا وړ شیان یې خلاص شوي دي او مرسته غواړي.