د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د امريکا د استازيو جرګې مشره د اوکراين پلازمېنې ته رسېدلې


انځور: د اوکراين ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي
انځور: د اوکراين ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ او جنوب د روسیي ځواکونو بریدونه دوام لري، د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي د یوه پلاوي په مشرۍ د اوکراین پلازمینې کییف ته رسېدلې.

د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او نورو چارواکو سره د لیدنو کتنو لپاره د اوکراین پلازمینې کییف ته رسیدلې ده.

د ازادي راډیود خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې پلوسي زیلینسکي ته وویل، موږ په دې باوریو چې له تاسو سره په دې خاطرګورو چې د آزادۍ لپاره د مبارزې په خاطردر څخه مننه وکړو. موږ د آزادۍ مخکښ یو او تاسو د ټولو لپاره مبارزه کوئ.

پلوسي له یوه پلاوي سره چې د استازیو جرګې څو غړي پکې شامل دي، نن پلازمینې کییف ته رسیدلې.

دغه سفر چې له مخکې نه وو اعلان شوی، داسې مهال ترسره کېږي چې متحده ایالاتو او یو شمېر نورو هیوادونو له اوکراین سره پوځي او نورې مرستې زیاتې کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې پنجشنبې په ورځ له کانګرس څخه د اوکراین د ملاتړ لپاره د ۳۲ ملیارډ ډالرو د تصویبیدو غوښتنه وکړه.

د دغو پیسو شل ملیارډ ډالره د وسلو او مهماتو او نورو پوځي مرستو لپاره ځانګړې شوي.

په عین حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا چې په پیکنګ کې دی، وویل، له چین نه به وغواړي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د احتمالي راتلونکې موافقې د یوې برخې په توګه ضمانت وکړي.

کولیبا د چین رسنیو ته وویل، اوکراین اوس د چین او نورو قدرتونو په ګډون د ملګروملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیو د امنیتي تضمین د ترلاسه کولو احتمال مطالعه کوي.

په عین حال کې د اوکراین پرختیځ او جنوب د روسي ځواکونو د جګړو او توغندویي بریدونو په دوام کییف پر روسي ځواکونو تور لګولی چې د اوکراين په جنوبي ښار میلیتوپول کې له يوه موزيم څخه یې قيمتي اثار لوټ کړي دي.

د میلیتوپول ښاروال ایوان فیدوروف وویل، یرغلګرو چې اشاره یې روسي ځواکونو ته وه، زموږ د سرو زرو آثار ترلاسه کړي او نه پوهېږو چې هغه یې چېرې وړي دي.

دغه ښار د مارچ میاشتې له لومړیو څخه د روسي ځواکونو په لاس کې دی.

د دغه موزیم لپاره د روسیې له خوا ګومارل شوي مشر یوهین هورلا چیف ویلي چې دغه تاریخي آثار د پخواني شوروي لپاره ډیربا ارزښته دي او د دې موزیم کارنکونکو ډیېه هڅه کړې چې دغه آثار چېرې پټ کړي.

هغه ونه ویل چې دغه آثار چېرې دي.

له دې مخکې روسیه او اوکراین په ۲۰۱۴ کال چې کله روسیې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، د نورو هغو آثارو پر سر چې په اوس وخت کې په هالند کې دي، د ملکیت دعوا لري.

XS
SM
MD
LG