اوکراين: د ماريوپول له ښاره د بند پاتې خلکو د را ايستلو بهير پيل شوی

آرشیف

سلګونه کسان د ازوستال د اوسپنې په فابریکه کې د روسي پوځیانو په محاصره کې دي. د دغو خلکو د ژغورنې لپاره ټولو ښکېلو خواو په یوه دوه ورځني اوربند سلا کړې.

د ازوستال د فولادو په فابریکه کې له ایسارو اوکراینیانو څخه یوه سل کسیزه ډله پرون دباندې و ایستل شوه.

دوی د هغه اوربند په خاطر را ایستل شوي چې له سیمې نه د ملکیانو د انتقال لپاره رعایت شوی.

د اوکراین ولسمشر ولود میرزیلینسکي یکشنبه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې په دې اړه وویل:

"نن د جګړې له پيله د لومړي ځل لپاره دغه شنه حیاتي دهلیز په کار پیل وکړ، د ازوستال په سیمه کې د لومړي ځل لپاره دوه ورځنی اوربند وشو. تر سلو زیات ملکي وګړي له سیمې ایستل شوي دي. ښځې او ماشومان چې له جګړو او بریدونو څخه تښتي. د پروسې ټولو پیچلتیاو ته په پام سره، لومړی ایستل شوي کسان به سهار زاپورژیژیا ته ورسیږي، زموږ ټیم به هلته ورسره وویني. زه هیله لرم چې ټول اړین مسایل به بشپړ چمتو وي څو د ماریوپول د خلکو خلاصون دوام پيدا کړي. "

د روسیې له خوا په بمبار شوي ماریوپول بندري ښار کې د ازوستال د اوسپنې له فابریکې د خلکو د ایستلو زمینه ملګرو ملتونو د ژغورنې د نړیوال سازمان په ګډو هڅو او د اوکرایین او روسي چارواکو په همکارۍ برابره کړه.

د ملګرو ملتونو ویاند ساویانو ابریو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د خلکو د ایستلو هڅې لا هم روانې دي.

په ماریوپول ښار باندې روسیې درنې بمبارۍ کړي او روسي پوځیانو د ازوستال د اوسپنې فابریکه چې پکې سلګونه کسان ایسار دي کلابنده کړې وه.

له ماریوپوله د خلکو د ایستلو بهیر چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده داسې وخت کې پیل شو چې د امریکا متحده ایالتونو د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي کییف ته تللې وه.

هغې په دې ناڅاپي سفر کې چې یکشنبه یې ویډیو د ولسمشر ولود میرزیلینسکي له خوا خپره شوه له اوکراین سره د امریکا د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.

پلوسي له زیلینسکي مننه کړې چې د دې په خبره د ازادۍ لپاره جنګیږي او د همکاریو لپاره یې د کلک هوډ یادونه کړې ده.